ولسمشر چا ته روغتيا غوښته؟  د فراه له راپرېوتې الوتکې خو هيڅوک ژوندی نه دی وتلی
۱۲ عقرب ۱۳۹۷ 1366 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ولسمشر چا ته روغتيا غوښته؟ د فراه له راپرېوتې الوتکې خو هيڅوک ژوندی نه دی وتلی

 

د تېرې چهارشنبې په ورځ په فراه کې د ملي اردو چورلکه راپرېوته چې پکې پنځه‌ويشت تنه شهيدان شول، خو له ارګ څخه په دې تړاو په خپره شوې اعلاميه کې راغلي؛

"د یادو مقاماتو شهادت د افغانستان ملکي او نظامي ارګانونو او خلکو ته ستره ضایعه ده چې شهیدانو ته يې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوم."

ولسمشر په دې پېښه کې ټپي شويو کسانو ته د بشپړې روغتيا دعا کړې، خو اوس څرګنده نه ده چې ولسمشر چا ته روغتيا غوښته؟ ټپیان خو نه ول.

عموما په افغانستان کې تر هرې ناوړې پېښې وروسته، خلک پوهېږي چې اوس به له ارګ څخه د غندنې او ګوت څنډنې يوه تکراري اعلاميه خپرېږي او تر ډېره اوس دغه اعلاميې پر خلکو غمېدلې دي.

د غندلو اعلاميې تقريبا ټولې يو بل ته ورته وي او داسې ښکاري لکه په ارګ کې ناست کس چې موده وړاندې يوه اعلاميه ليکلې او اوس يې هرې پېښې ته يوازې ځای او د شهيدانو شمېرې بدلوي.

سرخط ورځپاڼې د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي اعلاميو ته سر ور ښکاره کړی او پکې ويې موندل چې د ارګ مطبوعاتيان په اعلاميو کې ډېری جملې له زړې هغې کاپي کوي او په نوې هغه کې يې پيسټ کوي.

د فراه ولايت د هيلوکپټر د را لوېدو په پېښه کې د یوه جنرال په ګډون ۱۲ امنیتي کسان، ۶ دولتي کارکوونکي او ۷ ملکي وګړي شهيدان شول.

د ظفر قول اردو مرستیال جنرال نعمت الله خلیل، د هيلوکپټر پیلوټ عارف، بل پيلوټ سید عبدالطیف، د ملي اردو افسر لومړی بریدمن منصف الله، د ملي اردو افسر لومړی بریدمن شېرین، د ملي اردو افسر لومړی بریدمن نیازالله، د فراه د امنیه قومانداني افسر لومړی بریدمن ګلالی، د جمیلې امیني ګارډ مبین د عبدالقیوم زوی، د فراه د لوا افسر نعمت الله د محمد اسلم زوی، د ملي اردو سرتېری احمد رشاد، د ولایتي شورا د رییس ګارډ رووف د میر حمزه زوی او د ملي اردو سرتېری معصوم هغه ۱۲ تنه نظاميان ول چې په دې پېښه کې شهيدان شول.

دغه راز د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور، د ولایتي شورا پخوانۍ رییسه او د دې شورا اوسنۍ غړې جمیله امیني، د ۷۸ میل پخوانی کمیسار غلام حیدر بومدي، د فراه د ګمرک د تشریح مدير عارف خدمت، د حج او اوقافو ریاست کارکوونکی حاجي جیلاني او د تخنیکي بورډ مسوول عزیزالرحمن بيا ۶ دولتي ملکي کارکوونکي ول چې په دې پېښه کې يې ژوند وبايله.

همدارنګه صراف حاجي قادر، حاجي مامور، اصف د جمعه خان زوی، خدایداد د حاجي ارباب زوی، سلیم بومدي، حاجي رحمت الله او د فراه د لوا ملا امام بيا هغه ملکي وګړي وو چې په دې پېښه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ او شهيدان شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د همدې پېښې په تړاو د لړم په ۹مه دغه لاندې اعلاميه خپره کړه؛ 

"په فراه کې د هلیکوپټرې د سقوط دپېښې په اړه د جمهور ريیس د خواشینۍ پیغام

لړم – ۱۳۹۷ - ۰۹

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې په فراه ولایت کې یو شمېر ملکي او نظامي مقامات د رسمي ماموریت پر مهال د لېږدوونکې هلیکوپټرې د سقوط په پېښه کې شهیدان شوي دي.

انالله واناالیه راجعون.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال برید جنرال نعمت الله خلیل، د فراه ولایتي شورا ريیس فرید بختور، د دې شورا د غړې جمیلې امیني او د پیلوټ ډګروال محمد عارف په ګډون د فراه یو شمېر نور ملکي او نظامي مسوولین چې په دې پېښه کې شهیدان شوي، د دې وطن رښتیني بچیان ول چې د هېواد او خلکو د خدمت لپاره یې له هیڅ راز هڅو ځانونه دریغ نه کړل او په همدې سپېڅلې لاره کې شهیدان شول.

د یادو مقاماتو شهادت د افغانستان ملکي او نظامي ارګانونو او خلکو ته ستره ضایعه ده چې شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوم."

له دې اعلاميې وروسته سرخط ورځپاڼې په هېواد کې د ټروريستي پېښو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراييه رياست د تېرو دوو مياشتو اعلاميو ته سر ور ښکاره کړ او ويې موندل چې د ارګ مطبوعاتيان د پېښو پر وخت يوازې د ټرورېستي پېښو ځای او وخت بدلوي او خپروي يې.

په ډېری دغسې اعلاميو کې همدا وروستۍ جمله چې د فراه د پېښې په تړاو هم په اعلاميه کې راغلې، په خپل شکل کاپي او پيسټ شوې ده؛

"د هېواد جمهور ريیس د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت تر څنګ  شهیدانو ته د خدای تعالی (ج) په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي."

يوه بله جمله چې په ټولو اعلاميو کې يو ډول کاپي او پيسټ کېږي، هغه دا ده چې د هېواد جمهور رييس د دغې پېښې د غندلو تر څنګ وويل چې...

ځينې بيا داسې هم شته چې پېښه ډېره خونړۍ وي، نو دغې جملې ته د سخت لفظ هم ورزيات کړل شوی وي.

د هېواد جمهور رييس د دغې پېښې "د سختې غندنې" تر څنګ وويل چې...

د کابل اوسېدونکی فريد احمد وايي، اوس چې هره ناوړه پېښه کېږي، دوی پوهېږي چې له ارګ څخه به د ولسمشر د غندنې اعلاميه څومره وخت وروسته او په کومو ټکيو خپرېږي.

دی وايي، نور دغه اعلاميې بېخي تکرارې شوې دي.

د فريد احمد په خبره، ډېری خلکو خو تر ناوړه پېښو او د ولسمشر د غندنې تر اعلاميې وروسته پر فېسبوک او نورو ټولنيزو شبکو ليکي چې د دوی او ولسمشر تر منځ توپير نه‌شته، هغه هم دغه پېښې غندي، ولس يې هم غندي.

حتا د عظمت غرني په نامه يوه کس خو د ارګ پر مطبوعاتي مسوولينو له همدې امله د غندل خانانو نوم ايښی دی.

غرنی وايي، افغانستان سلګونه زره سرتېري لري، سرتېري د دې لپاره دې چې هم وطن او خلک وساتي او هم د شهيدانو او ټپيانو غچ واخلي.

دی وايي، ولسمشر د همدې سرتېريو سراعلی قوماندان دی، خو يوازې غندنې کوي او دغسې تکراري غندنې له سراعلی قوماندان سره ښې نه ښکاري، ځکه يې نو د ارګ پر مطبوعاتي ټيم د غندل خانانو نوم ايښی دی.

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک