د خصوصي ښوونځيو نارواوې
د ډيموکراسي په راتګ سره له نېکهمرغه د وخت له غوښتنو سره سم زموږ په خلکو کې هم د کار او فعالیت حس پیاوړی شو. کومو خلکو، چې پانګه درلوده؛ نو شخصي روغتونونه، پوهنځي او ګڼ ښوونځي يې جوړ کړل. د دې ډول خلکو تر ټولو غوښن شعار دا و چې دا هر څه د خلکو او د ولس د خدمت لپاره کوي، هغوی د هېواد او د دې ځای له انسانانو سره دومره مینه لري چې تر ټولو مینو ورته نږدې او ګرانه ده.
خلکو هم دې ته اړتیا درلوده، دولت نهشوای کولای چې د خپلو محدودو امکاناتو پر مټ هغوی ته خدمتونه وړاندې کړي، ځکه يې نو د خصوصي سکټور غوړېدا ته خلک وهڅول، هماغه و چې په هره کوڅه کې يو پوهنځی يا ښوونځی جوړ شو. سره له دې چې د دغو ادارو میاشتني فیسونه خورا لوړ وو، خو بیا هم د ډالرو د هغه باران له امله چې په تېرو کلونو کې امریکایانو وورول، د پانګوالو اولادونو په خصوصي ښوونځيو کې داخله وکړه، ځکه نو ښوونځي هغه د چا خبره ښه په درز کې وچلېدل او لا روان دي.
د ښوونځيو او پوهنځيو د خاوندانو په برخه کې دا اصطلاح چې هم خورما او هم ثواب په ټوله مانا سهي شوه، خو د داخلي نارواو يې څوک هم خبر نهشول.
د خصوصي ښوونځيو ډېری خاوندان چې په تمامه مانا د ټولنې تر ټولو چالاکه مخلوق او خورا ځيرک سوداګر دي، تر ټولو ډېر د ټولنې په نبض پوهېږي. په ډېرو ښوونځيو کې د استادي د دندې لپاره هغه څوک استخداموي چې ډېر مجبور خلک وي. د دوی دا کار د لورينې له مخې نه دی، بلکې له دې مجبورو خلکو ناوړه ګټه اخلي. په ډېری خصوصي ښوونځيو کې هغه نجونې يا استادانې درس ورکوي چې يا ورته یتیمان تر غاړې دي او يا خو يې هم پلرونه دایمي ناروغۍ يا نور مجبوریتونه لري.
د ښوونځيو مالکان دغو استادانو ته د میاشتې اوه زره افغانۍ معاش ورکوي، خو په داسې ډول چې لومړی يې د بدن وینه وچوي.
استادانې د دې حق نه لري چې د خپلو حقوقو په برخه کې اه قدرې هم وکړي، که چېرته يوه استاده د میاشتې تر پوره کېدو وروسته خپل معاش وغواړي؛ نو دا خبره پوره بېادبي او له اصولو ستره خلافورزي ګڼل کېږي.
همدا علت دی چې مجبورې استادانې د يوې میاشتې معاش د تر لاسه کولو لپاره باید درې میاشتې مرګونې چوپتیا غوره کړي. استادانې د دې حق هم نه لري چې د تفريح پر وخت پر چوکیو کېني، هغوی بايد په هال يا دهلېز کې ولاړې وي. د ډېرو خصوصي ښوونځيو نادودې په دې ځای هم نه ختمېږي، ډېر کله د ښوونځي د خاوند نالوستې مېرمنه د مدیریت پر چوکۍ ناسته او نورې استادانې خپلې شخصي مزدورانې ګڼي.
د مدیر نالوستې مېرمن کولای شي چې برناحقه هره استاده د ورځې څو ځله ورټي او هغه باید ورته هيڅ ځواب ور نه کړي. د خصوصي تعليمي مرکزونو بله نادوده دا ده، که چېرې يو زدهکوونکی یا محصل د ځينو مجبوریتونو له امله میاشتنی فیس را نه وړي؛ نو ازموینه ترې نه اخیستل کېږي.
د خصوصي ښوونځيو نادودې له شماره وتلې دي، خو په دې شپو ورځو کې يې ستر ظلم او نادوده دا ده چې خاوندان يې له مجبورو ښځينه استادانو د ټاکنو لپاره تذکرې غواړي، هغوی نه يوازې تذکرې، بلکې دا ګواښنه هم کوي چې باید رایه هم ورکړي، که نه له معاشونو به بېبرخې شي.
که چېرې څوک وغواړي چې په هېواد کې له يوه نااشنا ظلمه پرده پورته کړي، د خصوصي ښوونځيو پر خاوندانو دې تحقیق وکړي، که په دې هکله څوک بشپړه پلټنه وکړي، ورته څرګنده شي چې ډېری خصوصي ښوونځي د خدمت په موخه نه دي جوړ شوي، بلکې د استثمار بېرحمه ځالې دي، داسې ځالې چې هره شېبه يې په خپله غېږ کې د ډېرو نارواو او ستونون کیسې کوي!
0 دیدگاه