د میراثي سیاستوالو شونډې وچې دي
ټاکل شوې چې په راتلونکيو دوو اوونیو کې په افغانستان کې د راتلونکيو ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو رسمي نوملیکنه پیل شي.
د سیاست د ډګر میراثیان او جهادیان تر ټولو ډېر ورته وارخطا دي او د خپل پلار په میراث ورپاتې ناولي سیاسي لارښوو پر سر یې د هر چا په دسترخوان او مېز ناستې پاستې تودې کړې دي.
په دې پېچلې لوبه کې دومره نادودې روانې دي چې یو ځل بیا به پروني دوستان سره دښمنان او هغه بله ورځني دښمنان به بېرته سره یاران شي. هغوی چې په خپلو کې یې د واک پر سر کابل لوټه لوټه کړ، نن له یوه جواله غړۍ سره را ایستلې او ملت ته ځانونه سپین چرګان ښيي.
وخت ته په کتو سره ټولو د ځان او مال د خوندي کولو هڅې تېزې کړي او تمه یې بل کال د غریب حکومت په غوړ دسترخوان ځان شریکول دي. د یوه مناسب کاندید د موندلو په پار د سیاستوالو تر منځ راشه درشه تر بل هر مهاله ډېره شوې او د ټولو ژبې یوه او بل ته پستې او لهجې یې نرمې شوې دي.
ټول ځانونه من بولي او هیڅ اړخ تر بل ځان کم نه ګڼي. ټول ځانونه او خپل څلور تر شا ولاړ د دې ډګر اصلي لوبغاړي بولي او د دې هېواد د هر امتیاز اصلي وارث ځان ورته ښکاري.
هر اړخ له اوسه ځان بریالی اعلانوي او خپل تصویر د ارګ د دنګو دېوالونو دننه ویني. تر ټولو ډېر د خپل بري ډولونه هغه ځان خوښي سیاستوال ډنګوي چې د بري هیڅ چانس او په ملت کې ښه نوم او شهرت نه لري. تر ټولو ډېره لاره له هغو ګوندونو ورکه ده چې ځانونه د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو د سیاست اصلي اړخونه ګڼي. دا بېچارهګان به بیا د پارلماني ټاکنو په څېر تر نويیمې دقیقې په دې شرمېږي چې خپل مخې ته کړې کاندیدانو ته د خپل ګوند وروستاړی ور وتړي، خو د خوب بسترې ته چې ورکښته شي بیا همدغو په سیاست او واک نه مړېدونکيو ته خپل تصویر په اوبو کې ښکاري چې په څومره اساني دړې وړې کېدونکی او له منځه تلای شي.
له میراثي او جنګي سیاستوالو د ستړي ملت ارادې دا ځل ډېرو ته ورانې ښکاري او هغه باور یې له زړه ختلی چې د افغانستان پرخړه پړه فضا لا هم د دوی تصویر واک چلولای شي. د دغو ټولو زړه منلې چې د توپک له میراثه ورپاتې زور یې په اوبه کېدو دی او د خلکو له کورونو او دېوالونو یې ببرسري تصویرونه د تل په مخه په محوه کېدو دي. نښې نښانې داسې زېری ورکوي چې که ولس ته لږ څه د ارامي ساه ور په برخه شوه ژر به یې له خېټې د دوی د بچو خوړلی حق را وباسي.
په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې د هر کال په تېرېدو د هغو څېرې پیکه کېدونکې دي چې د ملت تر سره کړی سپېڅلی جهاد یې په ډالرو وپلوره او امتیازونه یې د خپل بچي تر ژوند قربان کړل.
د ولسمشري سیالي ته د درېدونکيو په ډله کې تر ټولو ډېر د نوييمو کلونو جنګي مشران وارخطا دي او د سر موندلو درک ترې ورک دی. د دوی هغه محاسبې سرچپه راخېژي چې واک ته د رسېدو په برخه کې ټوله ورځ پرې د کالکولیټر بټنې کښته پورته کوي.
دغه ګوندونه د یوه داسې سرپوښ د موندلو په لټه نن هلته او دلته په ویښه شپې سبا کوي چې د دوی په راټول کړي میراث د چا سترګې و نه لګېږي. دوی پر داسې کټوه را ټولېدونکي دي چې پکې د بار کړې ښوروا له بویه یې له مخه لا د افغانستان خلکو پزې پټې کړې دي.
د دغې ښوروا لپاره داسې سلاته په جوړېدو ده چې هیڅوک یې کېدای شي پر دسترخوان د زغملو او له ستوني تېرولو توان و نه لري.
په دې ډله کې ولسمشر غني هم د خپل ټیم په جوړولو وروستۍ خطکشي پیل کړې او لېرې نه ده چې له نورو سره پیلېدونکې لوبې ته د خپل ټیم د سر دوه لوبغاړې رامخې ته کړي. د ده لپاره دا ځل تر هغه تېر ځله لوبه لا پېچلې ښکاري او ګټل یې په پل صراط له تېرېدلو کم نه برېښي، خو د افغانستان په روان سیاست کې ډېر کله داسې څه را پېښ شي چې تصور یې ډېرو ته اسانه نه وي.
دلته د خوا بدلول، له خپلو سیاستونو تېرېدل، په کوچني امتیاز خپلو اهدافو ته شا کول، د خپلو ملاتړو پر سر سودا کول، له هرې نامشروع لارې واک ته ځان رسول د هغه او دغه په لمنه پورې ځان ځړول ساده خبره ده او څوک یې بله ورځ د چا مخې ته نه دروي. ولسمشر غني فکر کوي چې په کور دننه یې دومره څه کړي چې راتلونکو پنځو کلونو ته به یې ولس بیا د غازي امان الله خان د کاري مېز تر شا کښېنوي، خو په نن سبا کې یې نور را دبره کېدونکي سیالان هم ځانونو د ملت له منځه را ټوکېدلي ګڼي او فکر کوي چې له دوی پرته په دې هېواد کې څوک د واک پر ګدۍ نهشي کېنستلای.
0 دیدگاه