امریکا وايي، روسيه يې په منځني ختيځ ځای نهشي نيولای
د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماټيس وايي، روسیه په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو ځای ناستې نهشي کېدای.
ماټيس د بحرین په پلازمېنه مانامه کې په یوه غونډه کې عرب مشرانو ته ویلي، په منځني ختیځ کې د روسیې حضور په دې سیمه کې د امریکا د تلپاتي، باثباتې او روښانې ژمنې ځای نهشي نیولای.
هغه زیاتوي، د مسکو فرصت طلبي او دې ته تمایل ښوول چې د سوریې د خلکو پر وړاندې د اسد د رژیم ناسمې کړنې له پامه وغورځوي، څرګندوي چې مسکو اړینو اخلاقي اصولو ته ژمن نه دی.
0 دیدگاه