عامر د کټرينې په نڅا زړه بايللی
۴ عقرب ۱۳۹۷ 1091 0 نظر سرخط ورځپاڼه

عامر د کټرينې په نڅا زړه بايللی

د هندي سېنما مشهور فلمي ستوري عامر خان او کټرينه کيف د ټګ‌اف‌هندوستان په نامه په يوه نوي فلم کې ګډ کار کړی دی چې يوه سندره يې اوس تازه خپره شوې ده.

د ثريا جان په نامه په دغه سندره کې کټرينه کيف نڅېږي او عامر خان يې هماغه مهال په نڅا زړه بايللی دی.

ده په يوه مرکه کې ويلي دي چې د کټرينې نڅا يې دومره خوښه وي چې په دې باوري شوی دی، که دی لس کاله هم کوښښونه وکړي، داسې نڅا به زده نه کړي، لکه د کټرينې په څېر.

خو په مقابل کې يې بيا کټرينې ويلي دي، د دغې سندرې په يوه برخه کې بايد دا د عامر خان پر خوا ور ړنګه شوې وای، خو دې پر خان باور نه درلود چې ودې يې نيولای شي، ځکه نو زړه نازړه ونڅېده.

ثريا جان سندره طنزيه ده او نڅا ورسره تر نورو ډېرو سندرو، ډېره سخته ده.

ټاکل شوې ده چې د دوی دواړو دغه نوی فلم به د نومبر په اتمه نېټه د سېنماوو پر پردو راښکاره شي.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک