کرزی؛ له بهرنیو چارو وزارت سره د مور میرې چلند کېږي
د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي معین حکمت خلیل کرزی تمه لري چې له بهرنیو چارو وزارت سره دې سیاسي چلند نه کېږي.
کرزي له بهرنیو چارو وزارت سره د مخې ښې په مراسمو کې وویل، د دې وزارت کارکوونکي مسلکي او وړ کسان دي او که د ټاکنو په پلمه دې وزارت سره سیاسي چلند وشي، دا وزارت به کمزوری شي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت بې واکه شوی وزير صلاح الدین رباني وایي، افغانستان کې تر بل هر څه باور جوړونې ته اړتیا ده، خو په اوس کې د متقابل باور نشتون ستونزې ډېرې کړې دي.
0 دیدگاه