پنډت فضل الرحمان بیا ناړې باد کړې
۲ عقرب ۱۳۹۷ 1757 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پنډت فضل الرحمان بیا ناړې باد کړې

د طالبانو ناخلفه پلار یو ځل بیا له ګېره ووت او په افغانستان کې یې تر سره شوې ټاکنې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې له ټاکنو سره پرتله کړې. د فضل رحمان په نوم زېړ چلتاري ملا چې په افغانستان کې په ملا فضلو او ملا ډیزلي مشهور دی، په خورا سپین‌سترګي د خپل هېواد د سیاسیونو نظر په شونډو زمزمه کړ او افغانستان یې اشغال شوی او ټاکنې یې پکې ناروا وبللې.

هغه له رسنیو سره په یوه  تازه مرکه کې بیا د جګړې اور ته پکی وهلی او د افغان کړکېچ د حل په موخه د تازه هڅو په لړ کې یې له خپلې اصلي څېرې پرده پورته کړه. ملا ډیزلي چې د پاکستان په وروستیو ټاکنو کې یې شرموونکې ماتې خوړلې هڅه کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې ای‌اس‌ای ته د خپل زاړه چوپړ اړخونه ور په ګوته کړي او وښيي چې کولای شي په افغانستان کې د اسلام‌اباد په خوښه د افغانستان د زاړه او واړه د وژنې لړۍ توده وساتي.

ملا ډیزلي اوس د پخوا په څېر د جګړې اور ته ډېزل نه‌شي ور اچولای، خو هڅه کوي چې دغه مړ کېدونکی اور تازه وساتي او په پاکستان کې خپلو ببولالو ته مشتریان پیدا کړي. هغه په افغانستان کې پارلماني ټاکنې له دې کبله غیر مشروع ګڼلي چې په باور یې بهرني سرتېري پکې شتون لري، خو بې‌چاره په دې نه دی خبر چې هماغه امریکایان چې د ده په ټکو افغانستان یې اشغال کړی، په ۲۰۰۱ کال کې یې د مولانا نږدې ملګري، جنرال مشرف ته امر وکړ چې په پاکستان کې ټولې، پوځي او هوايي اډې او سټراټېژیکې سیمې پر افغانستان د برید لپاره ورحواله کړي.

جنرال مشرف په ډېر ویاړ سره په خپل کتاب «د اور پر لیکه» کې لیکلي چې پاکستاني پوځیانو خپل بادار امریکا ته د ۲۳ اډو د ورکړې پرېکړه وکړه چې پر افغانانو او قبایلو به د بمونو د غورځولو او برید لپاره کار ترې اخلي. هغه ویلي چې که بادار ته یې دا خدمت نه وای کړی، هند امریکا ته ورته چوپړ کاوه او پاکستان د واشنګټن د مېرمنې رول نه‌شوای تر سره کولای.

مولانا ډیزلي له مشرف سره څو کاله د حکومت شریک و او د امریکا لپاره یې د کرایه شوې مينځې په څېر چوپړ واهه. په دغو اډو کې د کراچۍ بندر، تر افغان پولې د ټرانزیټ لار او په بلوچستان کې د شمسي هوايي اډه له مولانا ډیزلي هېره ده چې امریکايي مېړونو یې پکې د څه باندې يوه لسیزه په پاکستان کې د خلکو پر کورونو بریدونه کول او پر افغان ماشومانو یې بمونه وورول.

د امریکا په ډالرو د مولانا چلېدونکی هېواد چې لا هم انګرېزی قانون پکې واکمن دی او د مسلمانانو خلاف له عیسویانو سره د مشابهت په پار د شنبې او یکشنبې ورځې پکې رخصت وي، ټاکنې مشروع، خو په تاریخي افغانستان کې چې د مولانا پلار او نیکه ته یې د دین الف او بې ورښوولې، دغه سیاسي نظام نامشروع ښکاري.

دغه ۶۵ کلن پاکستانی سیاستوال چې د مولانا سمیع الحق په څېر د طالبانو سکنی پلار بلل کېږي، له تېرو ۲۳ کلونو راهیسې په ښکاره د افغانانو د وژنې فرمانونه ورکوي او یو شمېر پټ‌سترګي چيخن چړيان او طالبان یې د لارښوونو پر اساس د افغانانو پر غاړه چاړه راکشوي.

د راپورونو له مخې د دغه ژېړ چلتاري ملا لور د لندن په داسې پوهنتون کې لوړې زده‌کړې کړې چې هلکان او نجونې پکې څنګ په څنګ ناست او د مولانا په خبره په افغانستان کې دا چاره کوچنیو ماشومانو ته هم ناروا ده، خو د ده لور ته په کش کړي پتلون کې باک نه لري.

د ملا ډیزلي خوب تر هغه وروسته ګډوډ شوی چې افغانانو د طالبانو له بریدونو او ګواښونو سره سره خپله اراده د نړیوالو رسنیو په مټ د رایې ورکولو په بڼه نندارې ته وړاندې کړه او د ده د ناخلفه بچیانو زور او جبر ته یې په چوپه خوله ځواب ورکړ.

فضل الرحمان کېدای شي په خوب کې هم دا سې تصور نه وي کړی چې د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې به په دومره لویه کچه خلک برخه اخلي او د خپل برخلیک د ټاکلو ډیموکراټيکه پرېکړه به د مولانا په څېر دښمنانو ته ورښيي.

ده ته اوس په افغانستان کې خپله هغه پروژه بشپړه ناکامه ښکاري چې د افغان وژنې په مټ یې تراشلي تصویر ته پرتوګونه ګنډل.

هغه له شاوخوا تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په کابل کې د پنجاب د خوښې د نظام د ټینګولو لپاره د دین نغاره ډنګولې او توانېدلی په وروستیو پنځلسو کلونو کې د یو شمېر سرناخلاصو چړيانو په مټ د پاکستان د سټراټېژیک عمق د پالیسي د عملي کېدو د درواغجن خوب تعبیر را منځ ته کړي.

د ملا ډیزلي تازه هڅه دا ده چې د افغانستان د سولې په تړاو د پیل شویو خبرو اترو د سبوتاژ کولو لپاره په افغان طالبانو کې مخالفتونو او جنګ‌خوښو کړیو ته جګړه‌یزه توجیه پیدا کړي او د خاموشه کېدونکي اور بڅرکو ته ور پو کړي.

 

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک