د الچین پل د تخریب له امله سلګونه سوداګریز موټر بند پاتې دي
۳۰ میزان ۱۳۹۷ 906 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د الچین پل د تخریب له امله سلګونه سوداګریز موټر بند پاتې دي

د کندوز د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، د الچین پل د تخریب له امله، سلګونه په سوداګریزو توکو بار موټرونه د پل دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

چارواکي وايي، د کندوز او شېرخان بندر ترمنځ لویه لاره هم پرې شوې ده.

د دې خونې د عامل مدیر مسعود وحدت ویلي، له دې وړاندې به په دې لویه لاره سلګونو په سوداګریزو توکو بار موټرو تګ راتګ کاوه.

دی زیاتوي، اوس مهال د دې لارې د بندېدو له امله سوداګر خپل مالونه د دشت ارچي له لارې انتقالوي چې له یوې خوا اوږده ده او له بلې خوا ناامنه ده.

دی وايي، که یاد پل ژرترژه ونه‌رغول شي، د شېرخان بندر د سوداګریزو فعالیتونو د بندېدو لامل به وګرځي.

 

د لوگر ولایت مقام د ساتونکو ترمنځ خپل‌منځي نښته کې یو ساتوونکی شهید شوی

Mar 24, 2020 29

د لوګر ولایت مقام د ساتوونکو ترمنځ خپل‌منځي نښته کې یو ساتوونکی شهید شوی او یو بل ټپي دی.

بادغیس کې طالبانو پنځه امنیتي سرتېري شهیدان کړي

Mar 14, 2020 29

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په یو برید کې د افغان ځواکونو ۵ تنه سرتېري وژل شوي دي.

طالبانو په زابل کې یو خبریال تښتولی

Mar 08, 2020 29

وسله‌والو طالبانو د عیسي محمد قلمیار په نوم د زابل یو سیمه ییز خبریال تښتولی.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک