د کندوز-تخار لویه لار خلاصه شوه
۳۰ میزان ۱۳۹۷ 1087 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د کندوز-تخار لویه لار خلاصه شوه

د کندوز سیمه‌ییز چارواکي د کندوز-تخار د لویې لارې د خلاصېدو خبر ورکوي.

دوی وايي، دا لاره له څلورو ورځو راهیسې د وسله‌والو طالبانو د تحرکاتو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړلې وه.

په کندوز کې د امن او عامه نظم د ۸مې لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي وايي، وړمه  ورځ افغان ګډو ځواکونو د دې لارې د خلاصېدو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي و چې په پایله کې یې د کندوز-تخار لویه لار د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه.

بل خوا د کندوز ولایتي شورا او خلک له دولته غواړي چې د دې لويې لارې په اوږدو کې شاوخوا کلي د طالبانو له شتونه تصفیه کړي.

د لوگر ولایت مقام د ساتونکو ترمنځ خپل‌منځي نښته کې یو ساتوونکی شهید شوی

Mar 24, 2020 29

د لوګر ولایت مقام د ساتوونکو ترمنځ خپل‌منځي نښته کې یو ساتوونکی شهید شوی او یو بل ټپي دی.

بادغیس کې طالبانو پنځه امنیتي سرتېري شهیدان کړي

Mar 14, 2020 29

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په یو برید کې د افغان ځواکونو ۵ تنه سرتېري وژل شوي دي.

طالبانو په زابل کې یو خبریال تښتولی

Mar 08, 2020 29

وسله‌والو طالبانو د عیسي محمد قلمیار په نوم د زابل یو سیمه ییز خبریال تښتولی.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک