ستانکزی؛ پر شهید رازق برید کوونکي له بهره فرمان اخیستی و
د ملي امنیت عمومي ریيس وايي، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې پر جنرال عبدالرازق برید کوونکی پر جعلي نوم او تذکره او شخصي تضمین ګمارل شوی و.
دی وايي، دې کس یوه نیمه میاشت وړاندې د کندهار په پولیسو کې دنده اخیستې وه.
د ستانکزي په خبره؛ برید کوونکي له برید څخه پنځهلس دقیقې وړاندې د برید په اړه د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې ټلېفوني اړیکه نیولې وه او له هغوی څخه يې د برید امر اخیستی و.
د ملي امنیت عمومي رییس وايي، د دې برید په اړه ۱۵ شکمنو کسانو څخه څېړنې دوام لري.
0 دیدگاه