وروستی مرچل هم نسکور شو؛ د اندړو د سلګونو ځوانانو وينې اوبو يووړې
۲۴ میزان ۱۳۹۷ 2269 0 نظر سرخط ورځپاڼه

وروستی مرچل هم نسکور شو؛ د اندړو د سلګونو ځوانانو وينې اوبو يووړې

 

سقوط يوازې دې ته نه وايي چې پر کومه سيمه دې په بشپړه توګه دښمن حاکم  شي، بلکې هغه ټولې سيمې سقوط دي چې حکومتولي پکې صفر ده او يا د قانون حاکميت پکې د يوې ودانۍ تر څلورو دېوالونو پورې محدود دی.

حکومت له تېرو دوو ورځو راهيسې په مسلسله توګه هڅه کوي چې په خلکو ومني چې ګواکې د غزني د اندړو ولسوالي نه ده سقوط شوې، خو هغه خلک څنګه ورسره دا خبره ومني چې پر غاړه يې د طالب چاړه ايښې ده.

د دغه ولايت ډېرې ولسوالۍ يو په بل پسې سقوط شوې، ښار سقوط وکړ او پرېمانه انسانان پکې ووژل شول، خو اندړ د غزني وروستی مورچل و چې دا دی له لاسه ووت.

په دغه سيمه کې کلونه وړاندې د ولسوالي خلکو د طالب پر ضد وسله‌ پورته کړه، هر سړي له دښمنه د خپل کور ساتنه د سر په بيه پيل کړه او د نظام ننګه وه چې خلک يې په تش لاس له هغه خونړي طالب سره پنجو نرمولو ته وهڅول چې حکومت يې په سلګونو زرو سرتېرو مخه نه شي نيولای او بهرنيان هم ورته په ګونډو دي.

هغه مهال حکومت د دې پر ځای چې د دغو خلکو ننګه وکړي، پښې يې ورته ووهلې، د نظام له منځه تخريب شول، خو بيا هم دغو کسانو د ولسوالي تر سلو زيات کلي په يوازې ځان له طالبانو پاک کړل.

په تېرو کلونو کې د اندړو تر زرو زيات ځوانان شهيدان شول، جسدونه يې بې‌عزته کړل شول او کونډې يتيمان يې تر اوسه هم در په دره ګرځي، خو د ناځوانه حکومت د بې‌غورۍ له لاسه، نه يوازې دا چې پر خاوره د دغو شهيدانو يتيمان له درپه دري و نه ژغورل شول، وينې يې هم خړو اوبو يوړې او هغه کلي يو په بل پسې د طالبانو لاس ته ولوېدل چې دېوال دېوال يې د خپلو انسانانو په وينو لړلی و.

څو مياشتې وړاندې يوازې د ولسوالي ودانۍ پاتې وه چې عسکر پکې اوسېدل، نورې ټولې سيمې طالبانو نيولې وې او د ولسوالي ودانۍ ته به يې هم په لوټه پېچلي کاغذونه ورغورځول چې تسليم شي.

حکومت بيا هم بې‌غوري وکړه، جګړه د غزني تر ښاره ورسېده، تر درست ښار لمبې وڅرخېدې، ودانۍ چپې شوې، ځوانۍ ونړېدې، د غزني پکتيا لويه لاره نه يوازې بنده، بلکې په ټراکټورونو په بل مخ واړول شوه او بالاخره وړمه ورځ د ولسوالي پر يوازېنۍ ودانۍ هم طالبانو د امارت سپين څېره وځړوله.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، غزنی سوړ ولايت دی، د يخ له امله يې د ولسوالي مقام درې کيلو مټره لېرې څښولی دی چې هواوې سمې شي، ولسوالي به بېرته زاړه ځای ته انتقال کړي.

ته وا درې کيلو مټره هاخوا هواوې سمې دي، واورې نه اوري او د خلکو يخ نه کېږي.

يو بام او دوه هواوې همدا کيسه ده.

د غزني ځوان او مدني فعال تېمور شاه فطرت وايي، د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو وياندويان به اندړ ولسوالي سقوط نه بولي، خلک به يې هم ورسره ومني، خو د نورو ولسواليو په اړه به څه وايي؟

په غزني کې د سرخط موندنې ښيي چې دا مهال د دغه ولايت درې ولسوالۍ داسې دي چې هيڅ ولسوالي او مرکز نه لري.

خواجه عمري له بېخه ختلې، نه د ولايت په مرکز کې کومه ودانۍ د ولسوالي د مقام په نامه شته، نه په ولسوالي کې داسې ځای چې خلک يې ولسوالي وبولي.

جغتو همداسې ده، رشيدان هم مرکز نه لري او نه يې چا ته د ولسوال مالومات شته چې مړ دی که ژوندی او چېرې به ګرځي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې په دې سربېره، د زنخان ولسوالي مرکز په ښار کې دی، د خوګياڼيو مرکز د ښار لوېديز ته، مټک سنګان سيمې ته رالېږدول شوی دی، د واغظ ولسوالي مقام د ښار په زرګرو کې دی او دغسې نورې ولسوالۍ هم پسې درواخلئ.

د قره باغ ولسوالي د بازار په يوه او بل سر کې د طالبانو څڼې باد رپوي او هغه د مړيو عطر چې دوی يې پر شملو او تخرګو لګوي، باد يې بوی د ښار په منځ کې د ولسوالي تر ودانۍ راوړي.

يوازې همدا څلور دېوالونه ولسوالي ده چې د حکومت په لاس کې ده، نور پر درسته سيمه طالبان مسلط دي.

مقر چې د پاڅونوالو د وينو په تويېدو د کابل کندهار پر لويه لاره تر ټولو امنه ولسوالي وه، اوس يوازې يو کانيټينر پکې د حکومت دی.

د اب‌بند ولسوالي مقام د سړک غاړې ته رالېږدول شوی دی او داسې شپه نه راځي چې بريدونه دې نه ورباندې کېږي.

د ګېرو ولسوالي مقام په يوه پوسته کې ده او نن يا سبا به هغه هم کومې بلې سيمې ته ولېږدول شي، ځکه پکې ايسارو سرتېرو ته ډوډۍ لا نه رسول کېږي.

د ښار پر کمربندي پوستو هره شپه جګړه روانه وي، بريدونه ورباندې کېږي او ټپيان يې ښار ته رالېږدول کېږي.

د غزني يو بل اوسېدونکی فېروز الدين وايي، په دې هر څه سربېره، له تېرې يوې اوونۍ راهيسې طالبانو په غزني کې پر نيم افغانستان لويه لاره تړلې ده.

د کابل کندهار لويه لاره د قره‌باغ له مشکي سيمې څخه نيولې، بيا د ښار تر لېونۍ بازار پورې د طالبانو په لاس کې ده.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په دغه سيمه کې طالبان په مسافرو بار موټر کليو ته کښته کوي، مسافر تلاشي کوي، لوټي يې او بيا يې څو ساعته وروسته بېرته د کليو په کنډوکپرو لارو سړک ته خېژوي او خوشې کوي.

طالبان له هر غټ موټر او کانټينر څخه پنځلس زره کلدارې اخلي او له وړو موټرو څخه بيا په هر موټر لس زره جېب ته کوي.

په دې سربېره، سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د اندړو تر سقوط وروسته اوس طالبان په کليو کې ټراکټورونه بېګاروي او پلان لري چې د هغو پاڅونوالو شهيدانو قبرونه ورباندې هوار کړي چې همدا ولسوالي يې د طالبانو له شره ژغورلې وه او ژوند يې د وطن په مينه او د نظام په ننګه داو کړی و.

 

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک