د امرالله صالح ډوډۍ د جنګ په اور پخېږي
۲۳ میزان ۱۳۹۷ 2495 0 نظر sarkhat.af

د امرالله صالح ډوډۍ د جنګ په اور پخېږي

 

ښاغلي صالح د داسې سولې ضد ټلوالې جوړولو ته ښکاره مټې را پورته کړې چې هیله يې په دې وروستیو کې تر بل هر مهاله د افغانانو او نړیوالو تر منځ په پراخېدو ده. د پرونۍ جګړې دغه ماشوم چې د نن ورځې نابالغ سیاستوال بلل کېږي فکر کوي چې د روانې جګړې په اور پخېدونکې مړۍ یې په ستوني کې په بندېدو او که کومه ګوله په کومه لاره تېروي؛ نو ستونی او خېټه یې سوځي. ده د یو شمېر سربداله پړسېدلو د یو ځای کولو هڅې تر هغه وروسته چټکې کړې چې له طالبانو سره د امریکا په نوښت د پیل شویو خبرو پر رښتینولي یې باور زیات شو.

د امرالله خان وروستۍ څرګندونې ښيي چې د خلیلزاد د سولې منډو ترړو پرې خوب حرام کړی او که په پیل شویو خبرو کې یو څه نور پرمختګ وشي، لېرې نه ده چې بېرته پرونۍ جامې په تن او پلرنیو سوړو ته مخه کړي. صالح درې کاله وړاندې د ښاغلي حکمتیار په راتلو هم ډېرې شټلکې ووهلې، خو ځای یې و نه نیو او ولسمشر غني ورته ثابته کړه چې سولې ته ژمن دی.

د ښاغلي غني همدې ژمنتیا ته په کتو سره امرالله صالح په خپل ټویټر لیکلي چې که امریکا د افغانانو په برخلیک له طالبانو سره د هغه په خبره معامله کوي، دوی ګواکې اړ دي چې د مقاومت د جبهې جوړولو ته مخه کړي. هغه په خورا سپین‌سترګي ویلي چې د افغانانو «موخه یې ځان ته ورته پړسېدلي دي» د عزت د خوندي کېدو په موخه به د طالبانو پر وړاندې بیا ټوپکۍ مبارزې ته مخه کړي. دا په تېرو ۱۸ کلونو کې لومړی ځل دی چې په دومره ستوغه ژبه د سولې پر وړاندې د درېدو اراده څرګندوي.

امرالله صالح په داسې حال کې له طالبانو سره د خبرو مخالفت کړی چې امریکا د خپلو وتلو په اړه لا یوازې دومره اشاره ورکړې چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو په شتون له طالبانو سره خبرې ممکنې دي. تر دې وړاندې د کابل په کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني هم ورته خبره کړې وه او له طالبانو یې غوښتي وو چې که د بهرنیانو وتل د دوی لپاره د خبرو بهانه وي، کابل تیار دی چې پر دغه مهمه مساله هم له طالبانو سره بحثونه وکړي.

ښاغلي صالح ته به په رښتیا هم د جنګ زور نه وي مالوم، ځکه خپل بچیان یې په لوېدیځ کې لوړې زده‌کړې کوي او د پرديو بچیانو د سر په قرباني سره دی په پلازمېنه کابل او بهر کې د لوکسو ودانیو څښتن شو او د جګړې له برکته یې له یوه عادي ژباړن څخه د ملي امنیت د ادارې تر مشري ورسېد.

د دې ښاغلي څېره ډېرو د ۲۰۱۴ کال د ټاکنیزو کړکېچونو په لړ کې ولیده چې د لویې جرګې په خېمه کې یې له ډاکټر عبدالله څخه په ښکاره د اوسني حکومت په خوا کې د بل موازي حکومت د اعلان غوښتنه کوله چې ښکاره د تجزیې په مانا وه. د داسې کسانو ټول سوچ او فکر د افغانستان پر وېش ورټول دی چې په نشه کې یې د دوی ډېر ملګري د لحد تر ډبرې ارمانجن ګور ته کوز شول.

ښاغلي صالح او د دوی ملګرو ته افغانستان د دوی د پلار په قباله رسېدلی ښکاري او افغان ولس هم ورته د ده تر شا د څو ولاړو همفکره ملګريو ډلګۍ ښکاري چې د ټولو ډوډۍ د روانې جګړې په اور پخېږي. د ښاغلي صالح ټول ملګري داسې فکر کوي چې یوازې د دوی پلویان د افغانستان ولس دی او هغه چې د دوی خلاف نظر لري او په جګړه کې یې بچیان، کورنۍ او د ژوند ټول شته له لاسه ورکړل او له ټولو افغان مخالفو سره بې‌قید او شرطه سوله غواړي هغوی پردي بولي. د امرالله صالح په ګډون د جمعیت اسلامي ډېر مشران په هره برخه کې د ولس جنډه په خپله خېټه کې خښه ګڼي او په هره وړه او لویه مساله کې د ټول ولس د ملاتړ دعوې کوي.

ښاغلی صالح د سولې د اوسنیو خبرو د مخالفت په ډګر کې یوازې نه دی، بلکې یو شمېر نور پروني لغړیان هم خپله ډوډۍ په پردیو وینو کې پورې کوي او د خپلو بچو تر ستوني یې تېروي. د جګړې له چینې دغه خړوبېدونکې کړۍ له څه مودې را په دې خوا له یوه او بل سره غوږ په غوږ کېدونکي دي او په ښکاره یې د سولې د خبرو مخالفت ته کش ورکړی. د دوی له وارخطایی داسې برېښي چې په نږدې راتلونکي کې به د دغې جبهې نور سرلاري هم خپلې اصلي څېرې د ډیموکراسي په دې شغالي شوي میدان کې ټولو ته وښيي.

خو ممکن ډېرو ته مالومه نه وي چې امریکا نور په افغانستان کې له روانې جګړې تر پزې راغلې او غواړي، ځان ته د خټو پزه جوړه  او له دې هېواده د شورویانو او انګرېزانو په څېر د تل په مخه پښې سپکې کړي.

له طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد له شوې لیدنې لیک شویو مالوماتو او خبرونو ته په کتو سره داسې ښکاري چې امریکا له خپلو وسله‌والو مخالفانو سره د خپلو سرتېريو د ایستلو په ګډون په هره هغه لویه او وړه موضوع خبرو ته تیاری ښوولی چې په دوی پورې اړه ولري. سره له دې چې د خلیلزاد په ګډون ډېر د افغانانو په مشري د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو د امرالله صالح په څېر افغانان په روانه لوبه کې خپل وزن صفر ګڼي او باور یې دا دی چې د تاریخ‌تېرو درملو په څېر هغه زاړه ګودام ته ورټېل وهل کېدونکي دي چې خپل ارزښت یې له لاسه ورکړی او کارېدل یې د ګټې پر ځای زیان رسوي.

ډېر پر دې باور دي چې د امریکایانو ککره ډېر وروسته په دې خلاصه شوه چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې یې په یو شمېر جنګسالارانو کړی باور لویه تېروتنه وه چې جبران کول یې د افغانستان او امریکا په ګډون ټولې سیمې او نړۍ ته یوه لویه ننګونه ده.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک