چې نه مرې لا به واورې؛  سږ کال به اقتصادي وده هم د تېر کال په پرتله راولوېږي
۱۸ میزان ۱۳۹۷ 1542 0 نظر sarkhat.af

چې نه مرې لا به واورې؛ سږ کال به اقتصادي وده هم د تېر کال په پرتله راولوېږي

 

د غمونو په وطن کې داسې خبرونه ډېر دي، اندېښنه مه کوئ، په نورو برخو کې د شا له لوري تر اول نومره کېدو وروسته يو بل زېری هم را روان دی، د پيسو نړيوال وجهي صندوق وايي، سږ کال به د وچکالۍ او ځينو نورو ستونزو له کبله اقتصادي وده هم د مخکيني کال په پرتله راولوېږي.

په هغه څېړنه کې چې د  ای‌ام‌اف یوې ډلې په دې وروستیو کې ترسره کړې اټکل شوی چې سږ ۲۰۱۸ کال به د افغانستان اقتصادي وده د مخکیني کال په نسبت ورو او د کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه به په سلو کې ۲،۳ وي.

دا افغانستان ته د ای‌ام‌اف د کرېډټ ورکولو د هغه درې کلن میکانیزم د څلورمې څېړنې موندنې دي چې د دې نړیوالې مالي ادارې ډلې ترسره کړې ده. د دې شاتګ اصلي علتونه وچکالي او په افغانستان کې روان سياسي وضعيت ښودل شوی.

د افغانستان د اقتصاد په نوم يوه اداره چې کله کله يې نوم اورېدل کېږي او ويل کېږي چې د افغانستان په کابينه کې يو وزارت دی، نر غوندې مني چې خبره همداسې ده او د مرتضوي صیب په څېر ورته پرتوګ نه ګنډي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، د اقتصاد ډېره برخه د کرنې په سکتور پورې تړلې ده او دغه سکتور سږ کال وچکالۍ اغېزمن کړی دی. دی زياتوي، په افغانستان کې روان سياسي وضعيت او ټاکنيزې منډې ترړې هم د دې لامل شوې دي چې بازار رکود وکړي او سوداګرو دې ته سترګې نيولې وي چې ته صبر له ټاکنو وروسته څه کېږي؛ ((افغانستان، سږ منی د ولسي جرګې او د راتلونکي کال په پیل کې د ولسمشرۍ ټاکنې په مخکې لري، د روان کال تر پایه سیاسي او ټاکنيزه فضا حاکمه ده چې د افغانستان په څېر هېواد کې دغه حالت په حقیقت کې په بازار کې د یوې بې باورۍ فضا ایجاد کړې ده، داسې یو حالت چې پانګوال دې ته منتظر دي چې د ټاکنو پايله معلومه شي او وروسته پانګونه وکړي او په همدې ډول نور اقتصادي فعالیتونه له دې امله یو څه زیانمن کېږي.))

که څه هم ښاغلی بهمن وايي، چې د سکټوري وزارتونو له خوا هڅې زیاتې شوې څو د دې هېواد اقتصادي وده چې تر ډېره پر کرنې او مالدارۍ ولاړه ده، له اقلیمي تړاو څخه را وباسي، په دې مانا چې اقلیمي بدلون چې د وچکالۍ او د اوبو د کمېدو په بڼه راڅرګندېږي، پر کرنې محصولاتو او مالدارۍ ډېر اغېز ونه کړي، خو د ملي يووالي حکومت تېر شاليد او کاري کرېير ته په کتو دا هم هسې کمر اړول ښکاري. حکومت چې په دې تېرو پنځو کلونو کې يوازې ښارونو کې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې نه کړې، نو تاسې څه فکر کوئ چې دې څو مياشتو کې به د افغانستان ټول سيندونه راوګرځوي او کرنيزې ځمکې به له اوبو ډکې کړي. په دا تېرو څه کمو دوو لسيزو کې چې يوازې د کابل ښار د اوبو رسولو پروژه بشپړه نه شوه، نو څه ډول دا ښاغلي په ټول هېواد کې د وچکالۍ له اغېزو سره د مبارزې ټټر وهي.

که څه هم د اقتصاد وزارت وايي، چې په راتلونکي ۲۰۱۹ کال کې به اقتصادي وده یو څه بېرته چټکه شي او د کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه به شاوخوا په سلو کې درېیو ته لوړه شي، خو د ورځې حقايقو ته په کتو تر دې مهاله هم د سبا کوم څرک نه ليدل کېږي.

تر ټولو جالبه يې دا ده چې زموږ ډېری وزارتونه په ستراتېژۍ جوړولو بوخت دي او په دا تېرو څه کمو دوو لسيزو کې يې تر ډېره عملي کارونو ته وخت نه دی موندلی، نه رښتيا په افغانستان يې زړه سوځي او نه غواړي پراختيايي بودجه ولګوي، ټوله د کال په پای کې بېرته ماليې وزارت ته ور لېږي، چې هسې نه راتلونکی کال بيخي پيسې نه وي.

 

 

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک