نن کابل او ننګرهار د لوبې ډګر ته وځي
د افغانستان د کرېکټ په غوره ليګ يا اېپياېل کې نن کابل او ننګرهار د لوبې ډګر ته وځي. دا لوبه د کابل په وخت د ماخوستن په اتو بجو او دېرش دقيقو پيلېږي. دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې، خو دويمې يې بايللې دي او دواړه په جدول کې دوه دوه نمرې لري.
له بل لوري بلخ لوبډلې بيا خپلې دواړې لوبې ګټلې او د جدول په سر کې ده. کندهار دواړه لوبې بايللې دي او پکتيا يوه بايللې او يوه ګټلې ده.
پرون د دغه ليګ د دمې ورځ وه او کومه لوبه ترسره نه شوه.
د افغانستان د کرېکټ په غوره ليګ کې چې د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره کېږي، ټولې ۲۳ لوبې کېږي او د روانې ميلادي مياشتې تر ۲۱مې دوام کوي.
0 دیدگاه