اڅکزی؛ ټول پښتانه دې د افغانستان تابعیت واخلي
د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې د ډیموکراسۍ د شهیدانو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، د پاکستان پښتانه دې د افغانستان پاسپورټ هم واخلي.
هغه په خپله وینا کې وویل؛ "زه خو یې نه شم جوړولای، زه به یې جوړوم، زما د سیاست سره کار دی، خو تاسو ټول به د افغانستان پاسپورټ جوړوئ".
اڅکزي په خپلو خبرو کې وویل چې دا ټوله ځمکه د پښتنو وطن دی او په دی به خامخا پښتونستان جوړېږي.
دی زیاتوي چې هغه کسان چې په انتخاباتو کې برخه اخلي، له هغوی پرته دې ټول د افغانستان پاسپورټونه جوړ کړي.
0 دیدگاه