د غزني دیارلس تاریخي ابدې او زیارتونه رغول کېږي
۱۷ میزان ۱۳۹۷ 749 0 نظر sarkhat.af

د غزني دیارلس تاریخي ابدې او زیارتونه رغول کېږي


په غزني کې د اووه ميليونه افغانيو په لګښت د دیارلسو تاريخي ابداتو او زيارتونو د بيارغونې چارې پيل شوې.

په دې ابداتو او زيارتونو کې د سلطان محمود غزنوي، سلطان مسعود، سلطان بهرام شاه، تاج اوليا، سيد شاه اغا، بهلول دانا، سيداحمد مکه‌يي، سيد عثمان هجويري، خواجه محمد مي خوار، شاه مير پالېزوان، سيد حسن اغا او سيد مير جهان شاه زيارتونه او د سلطان عبدالرزاق د موزيم بيارغول شامل دي.

په دې اړه جوړو شوې غونډې ته د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل، د دې پروژو په پلي کېدو سره به د تاريخي ابداتو او زيارتونو د له منځه ګواښ تر ډېره حده راکم شي.

 

هغې د دې پروژو پر کیفیت د ټینګار تر څنګ هیله وښوده چې د اطلاعات او کلتور وزارت په راتلونکي پلان کې به د دغه ولایت نورې تاریخي ابدې او زیارتونه چې رغونې ته جدي اړتیا لري، هم شامل او منظور شي.

 

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک