٢٢ ولايتونه د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي
۱۷ میزان ۱۳۹۷ 659 0 نظر sarkhat.af

٢٢ ولايتونه د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي

 د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې ويلي، ٢٢ ولايتونه د سېلابونو او درنو ورښتونو له ګواښ سره مخ دي.

د هوا پېژندنې ادارې له‌خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ګواښ د کابل په ګډون مرکزي، شمالي، شمال ختيځو او سوېل ختيځو ولايتونو ته متوجه دی.

سرچينې زياته کړې چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، بغلان، پنجشېر، لغمان، کاپيسا، پروان، لوګر، ننګرهار، ميدان وردګ، باميان، دايکندي، سرپل، بلخ، کندوز، سمنګان، پکتيا، خوست، غزني او کابل ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې ورښت د تلې په ١٦مه او ١٧مه له ٢٠ څخه تر ٣٥ ميلي متره پورې اټکل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان او ځينو نورو ولايتونو کې بارانونه وشول.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک