بلال پاچا په۶ کاله بند محکوم شو
د ننګرهار د استيناف محکمې له لوري په يوه علني قضايي غونډه کې د اچين ولسوالۍ د سيمهييزو پوليسو پخوانی مشر بلال پاچا پر شپږ کاله تنفيذي بند محکوم شو.
محکمې همدا ډول د هغې دوو نورو تورنو وروڼو ته د اسنادو او شواهدو د نشتوالي له امله برائت ورکړ.
دغه کسان د اچين ولسوالۍ د خلکو له لوري په بې ګناه وژنو، د خلکو په ځورونو، پيسو اخيستو او نورو ناقانونيو کې پر لاس لرلو تورن شوي وو.
0 دیدگاه