پاکستان ولې له خلیلزاده وېرېږي
۱۵ میزان ۱۳۹۷ 2291 0 نظر sarkhat.af

پاکستان ولې له خلیلزاده وېرېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو وروستیو څرګندونو کې زلمي خلیلزاد ته خبرداری ورکړی چې د اسلام‌اباد په اړه په خپلو څرګندونو کې محتاط و اوسي.

قریشي له ښاغلي خلیلزاد سره په دې وروستیو کې د درېیم ځل لپاره وکتل.

دا دویم ځل دی چې دواړو په اسلام‌اباد او یو ځل په امریکا کې سره وکتل.

د خلیلزاد دا سفر په مشخص ډ‌ول له طالبانو سره د خبرو په پیل ور ټول دی چې تمه ده په همدې میاشت کې له ټولو ښکېلو غاړو او همکارو هېوادونو سره وګوري او له وسله والو طالبانو سره پرې عملي خبرې پیل شي.

تر اوسه داسې برېښي چې د پاکستان د دوه مخې تګلارې او له ترهګرو ډلو د هغه هېواد د ملاتړ په اړه د خلیلزاد نظر د یو شمېر نورو امریکايي چارواکيو په څېر له ګواښه ډک او بې پرې دی.

خلیلزاد تر بل هر امریکايي پاکستان ښه پېژني او په افغانستان کې یې لاس وهنې، له طالبانو ملاتړ او پر هغوی اغېز ښه ور مالوم دی.

پاکستان هم په دې پوهېږي چې دغه افغاني الاصله امریکايي ته د دوی ټولې سوړې بوړې مالومې دي او تېر ایستل یې ساده کار نه دی.

له کابل سره د خلیلزاد د تیرې یوې نیمې لسیزې سیاسي اړیکې او له تېرو ۴۰ کلونو را په دې خوا له افغان مشرانو سره د هغه تاریخي اړیکې د خلیلزاد د سیاسي ژوند او نوي ماموریت مثبت اړخ بلل کېږي چې له خپل پلرني هېواد سره یې په‌کې مینه له ډېرو پټه نه ده.

داسې هم ویل کېږي چې پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وروستي سفر کې پاکستانیانو په غیرډیپلوماټیک انداز کې د مایک پامپیو غوږ ته هم د خلیلزاد د ټاکل کېدو له درکه خپله ناخوښي اظهار کړې وه، خو امریکایي پلاوي پرې سر نه و ګرځولی.

ان داسې هم ویل کېږي چې له پامپیو سره په څو ناستو کې پاکستانیانو د هغه په شتون هم یو ډول اعتراض درلود.

د پاکستاني سیاستوالو له وروستیو څرګندونو ښکاري چې په واشنګټن کې د ښاغلي قریشي او خلیلزاد تر منځ په دویمه لیدنه کې هم پر یو شمېر لانجمنو موضوعاتو تاوده بحثونه شوي دي او په افغان سوله کې امریکايي چارواکيو نیغ په نیغه د پړې ګوته اسلام‌اباد ته نیولې.

سره له دې چې رسنیو ته د دغو لیدونو په اړه ډېر څه را بهر نه شول، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له خولې د خلیلزاد د ټاکنې په اړه د ناخوښي اظهار د ډېرو دردونو څرګندونه کوي چې کېدای شي پر شونډو یې زمزمه نه‌شي کړی، خو دوړه یې وروسته ښکاره شي.

په اسلام‌اباد کې سیاستوال په دې اند دي چې د افغانستان په سوله کې د خلیلزاد مخکښ رول د افغانستان لوري ته تله ور درنوي او د طالبانو په جګړه کې د پاکستان پر سټراټېژیکو اجنډاوو یو ډول خاورې اړولو ته زمینه برابروي.

خلیلزاد په وروستیو کلونو کې د پاکستان د سیاستونو په اړه خورا ترخه ژبه کاروي او پنجاب د افغانستان په ناامنيو کې ښکېل ګڼي.

هغه په وار وار تور لګولی چې افغانان د پاکستان د ترهګرو ډلو له خوا د هند ضد اجنډا لپاره وژل کېږي.

پاکستان ته کله هم دا ډول ویناوې د منلو نه وې، خو د افغان سولې په تړاو د ښاغلي خلیلزاد پر نوي ماموریت به دغه ډول نظرونه خامخا اغېز ولري او همدې اغېزو ته په کتو سره پاکستانیان فکر کوي چې دغه امریکايي ډیپلوماټ د سولې په نوي ماموریت کې د افغانستان، پاکستان او امریکا تر منځ د ډیپلوماسي انډول نه‌شي ساتلای او ښکاره غوښتنه یې دا ده چې د پاکستان په اړه د نظر ور کولو په برخه کې دې ښاغلی خلیلزاد له احتیاط څخه کار واخلي.

ډیپلوماټیک عرف ته په کتو سره به ښاغلی خلیلزاد له شک پرته پخوانۍ ژبې ته بدلون ورکوي او د واقیعتونو پر ځای به له ډیپلوماسي څخه ډېر کار اخلي، خو هڅه به یې دا وي چې د پاکستانیانو باور پر داسې لوري ورخپل کړي چې د امریکا، کابل او اسلام‌اباد دریو واړو ګټې پکې خوندي شي.

سره له دې چې هغه به غواړي په خپل نوي ماموریت کې امریکا ته ژر بری ور په برخه کړي او د پاکستان په اړه به د خپل مافي ضمیر حقانیت اغېزې یو څه کابو کړي، خو د پاکستان د دوه مخې پالیسي په اړه د ده په مغزو کې جوړ شوی مفهوم او کنسپټ به له پاکستانیانو سره د هغه د تر سره کېدونکيو ډیپلوماټیکو خبرو منځپانګه جوړوي.

هغه په دې ډاډه دی چې پاکستانیان به د افغانستان پر وړاندې له خپلو سټراټیژیکو ګټو کله هم تېر نه شي او دا به کله هم ورته د منلو نه وي چې د دوی لوی سیال هندوستان دې په افغانستان کې د دوی په پرتله بر لاس ولري او د کابل او ډیلي د یارانې تارونه دې په واشنګټن کې وتړل شي، خو د خلیلزاد دنده سولې ته د افغانستان او امریکا رسول دي چې له ننګونو ډک ماموریت بلل کېږي.

د خلیلزاد په اړه د پاکستان اندېښنه تر هغه وروسته د رسنیو سرټکيو ته راغله چې نوموړی په رسمي ډول د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا له طالبانو سره د خبرو لپاره مشر مرکچي او استازی وګمارل شو.

اوس نو اسلام‌اباد د زړه له تله نه، بلکې له مجبوریته د افغان سولې پر امریکايي لار روانېدونکی دی چې افغانان ترې د خپلې ارامي تمه کوي.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک