د اوبو جګړه پيل شوه؛ پرېمانه مشکوک سړي هره ورځ کجکي بند ته تللې لارې څاري
۱۴ میزان ۱۳۹۷ 2347 0 نظر سرخط

د اوبو جګړه پيل شوه؛ پرېمانه مشکوک سړي هره ورځ کجکي بند ته تللې لارې څاري

په افغانستان کې چې هر وخت لويې فاجعې پېښې شوې دي، سرچينه يې د حکومت له وړې بې‌غوري اخيستې وي او همدا بې‌غوري چې بيا څومره دوام کوي، په هماغه اندازه ورسره فاجعه غټېږي.

دا ځل نوبت پر کجکي ولاړ دی.

له يوې خوا د وچکاليو له امله د دغه بند اوبه مخ په کمېدو دي او له بلې خوا د دغه بند دښمنان ورځ تر بلې ډېرېږي او دغه ډېرښت د دې لامل شوی دی چې اوس د کجکي ډېری اوسېدونکي شديدو اندېښنو په سر اخيستي دي.

د کجکي ولسوالي اوسېدونکيو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې د دوی په ولسوالي کې ورځ تر بلې د هغو مشکوکو کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی چې د کجکې په اړه د داسې مالوماتو په راټولولو ستړي دي چې اندېښنې راپاروي.

دوی وايي، دوی باوري دي چې دغه ډله کسان بدې ارادې لري او که خپلې مخې ته پرېښوول شي، يوه ورځ به دغه بند له بېخه وباسي.

"نوم مې سيف الله دی، د کجکې اوسېدونکی يم. دلته داسې کسان پيدا شوي دي چې په فارسي ژبه خبرې کوي. لهجه يې د ايرانيانو غوندې ده. پوځي جامې يې اغوستې وي او تمامه ورځ له خلکو د کجکې بند په اړه مالومات را ټولوي او له ځان سره يې ياداښت کوي."

د کجکي اوسېدونکي وايي، دغه ډله کسان له خلکو پوښتنې کوي چې په کجکي بند کې څوک اوسي، هلته د سرتېرو شمېر څومره دی او لارې يې له کومې خوا ورغلې دي.

د دغې ولسوالي يو بل اوسېدونکی حاجي نعمت وايي، دغه ډله کسان يې ليدلي دي چې کمپيوټرونه او نور وسايل ورسره دي او ټول مالومات هلته پکې خوندي کوي.

 

دی وايي، امنيتي ادارې بايد چې په دې تړاو جدي اقدامات وکړي او مخکې له دې چې د کجکي بند ته کوم زيان ورسېږي، د دې مشکوکو خلکو مخه ونيسي.

له بله لوري د هلمند ولايت د ولايتي شورا رييس عطاالله افغان هم له سرخط سره په ځانګړې مرکه کې د خلکو دغه اندېښنې تاييد کړې او ټينګار يې وکړ چې د کجکي بند د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي سرتېري کافي نه دي.  

دی وايي، هلته شته سرتېري نه شي کولای د بند له ټولو اړخونو ساتنه وکړي.

افغان وايي، هغه هېوادونه چې په کجکي ولسوالي کې د حکومت له وسله‌والو مخالفينو سره مرسته کوي، له شک پرته خپلې ګټې هم لري او ښايي دغه کسان د کجکي بند د تخريب لپاره رالېږل شوي وي.

د ده په خبره، د کجکي بند ساحه لويه ده او اړتيا ده چې هلته ډېر امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شي.

تېره اوونۍ د هلمند والي محمد ياسين خان هم په خپلو خبرو کې ويلي وو چې په دغه ولسوالي کې د يو شمېر کسانو د فعاليت په تړاو يې راپورونه تر لاسه کړي دي.

ده ويلي وو، کشفي ادارې پر دې کار کوي چې د دغو خلکو هويت تشخيص کړي.

محمد ياسين خان ټينګار کړی و چې امنيتي ځواکونه چمتو دي چې د کجکي بند ساتنه او دفاع وکړي.

هلته بيا وسله‌والو طالبانو په کجکي ولسوالي کې د دوی په منځ کې د داسې کسانو شتون رد کړی دی او ټينګار يې کړی چې د کجکي ولسوالي د بند ساتل د دوی دنده هم ده او څوک به پرې نه ږدي چې دغه بند ته زيان ورسوي، خو خلک يې په خبره چندان باور نه کوي.

که څه هم هر کال د شاوخوا ۵۰ ميليارډه ډالرو په ارزښت د افغانستان خوږې اوبه په وړيا توګه ګاونډيو هېوادونو ته روانې دي، خو اوس هم ځينې ګاونډيان په ځانګړي ډول ايران پښې لوڅې کړې چې پر دوی اوبه په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو له کبله کمې شوې دي او نه پرېږدي چې دغه بهير دوام وکړي.

په دې وروستيو کې د ايراني چارواکيو دا څرګندونې ان د ګواښونو تر حده ورسېدې او ټينګار يې وکړ چې په هيڅ صورت به هم په افغانستان کې ايران ته پر بهېدونکيو سيندونو د بندونو جوړولو ته حکومت پرې نه ږدي.

تر دې ګواښونو لږ وخت وروسته دا دی ليدل کېږي چې په عملي ډول يو شمېر کسان ګمارل شوي دي تر څو په هلمند، نيمروز او هرات ولايتونو کې د کجکي، کمال خان او سلما بندونو په تړاو مالومات را ټول کړي او ښايي وروسته دا پلان هم ولري چې دغه بندونه له منځه يوسي.

افغان جمهور رييس محمد اشرف غني بيا په ځلونو په افغانستان کې د اوبو پر مديريت ټينګار کړی دی، خو تر دې مهاله په عملي ډول د شته بندونو د ساتنې او د ګاونډیو هېوادونو د دسيسو د مخنيوي په برخه کې کوټلي ګامونه نه دي اخيستل شوي او د دې ولايتونو اوسېدونکي اندېښنه لري چې که دولت دغه موضوع جدي و نه نيسي او د دغه ډول مشکوکو وسله‌والو مخنيوي و نه کړي، ښايي دې بندونو ته زيان ورسېږي.

هغه وخت به د بندونو اوبه تر ورخ تېرې وي او بيا به کلونو وخت او ډېرو پيسو ته اړتيا وي چې دغه بندونه له سره ورغول شي.

خلک: د کابل ـ لوګر لویه لار ډېره ناامنه شوې

Apr 02, 2020 29

 د کابل ـ لوګر پر لویه لار زیات شمېر موټر چلوونکي او مسافر شکایت کوي، چې پر دغه لویه لار د وسله والو مخالفینو بریدونه او ناامني زیاتې شوې دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک