فرهنګي هرات مخ په ځوړ روان دی
هرات له تاریخي اړخه د سیمهيز تمدن له مرکزونو بلل کېږي چې پرېمانه اثار یې لا هم د لیدلو وړ دي او د خلکو پر ژوند یې فرهنګي اغېز تر اوسه له ورایه ښکاري. له پستې ژبې او خوږې دري لهجې ور هاخوا د دغه تاریخي ښار نوی هویت د زعفرانو له درکه جوړشوی چې په نړیواله کچه یې نوم ګټلی.
د فرهنګ له اړخه له دغه غني ښار سره اوس هم د خلکو مینه دومره ډېره ده چې له ککړتیا یې ساتلی او پاکوالی یې د خپل تاریخي او اوسني فرهنګ مهمه برخه ګڼي. سیاست هم د نور افغانستان په څېر د خلکو پر ژوند پرېمانه اغیز پرېایستی دی او د ټاکنو په دې تاوده مارکېټ کې هراتي مخورو هم خپل تصویرونه د خلکو مخ ته درولي دي، خو د نور افغانستان خلاف په هرات کې په نشت حساب دېوالونه د پارلماني ټاکنو د کاندیدانو په تصویرونو داغل شوي.
د ولسي جرګې کاندیدانو په مشخصو ځایونو کې خپل تصویرونه ځړولي او په ټول ښار او شاوخوا سړکونو کې داسې هیڅ خوازيي دروازه نه ده درول شوې چې د خلکو لاره بنده او خنډونه رامنځ ته کړي.
په هرات کې د برېښنا ستنې د کاندیدانو له نشهیي تصویرونو په امان دي او په هغو چې را ځړول شوي، ډېرې مناسبې ښکاري. په دغه فرهنګي او تاریخي ښار کې هیڅ کاندید د موټرو کاروانونو په ځان پسې نه دي روان کړي او نه یې د کابل په څېر پلویانو موټریز نمایش په ښار کې نندارې ته وړاندی کړی.
سره له دې چې له کابله وروسته د ولسي جرګې تر ټولو ډېرې څوکۍ د هرات دي او په څه باندې ۲ میلیونه اوسېدونکيو کې یې په نشت حسابو ښاریانو په خپلو شخصي موټرونو د هغه او دغه کاندید تصویرونه نښلولي دي.
د کابل، ننګرهار او مزار خلاف په هرات کې تر ډېره د کاندیدانو ژمنې او شعارونه د دوی د واکونو په چوکاټ کې رانغښتي او هیڅ یوه د فلمي اکټرانو او لنډهغرو په څېر اکټونه نه دي کړي.
د کابل خلاف د هرات د کاندیدانو لویه برخه په عمر پاخه او لوستي کسان جوړوي او مېرمنو شمیر هم پکې کم دی.
د افغانستان په لوېدیځ کې د ټاکنو په اړه هغومره تاوده بحثونه نه په رسنیو، نه په ښار او نه هم په پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو کې تر سترګو کېږي، څومره یې چې په پلازمېنه کې بازار ګرم دی. په لوېدیځ کې د خلکو د بحث تر ټولو توده موضوع د وچکالۍ او کرنیزو محصولاتو د تولید د کموالي او کارو بار د نشتوالي له اړخه ده چې د سیمهیزو خلکو پر ژوند یې سیوری غوړولی او د بچیانو دسترخوان یې ورسپېره کړی. د افغانستان د نورو ډېرو سیمو برعکس لوېدیځ هرات د اوبو د کموالي له پراخې ستونزې سره مخامخ دی او د سویل لوېدیځو ولایتونو په څېر یې ډېرو کلیو او بانډو کې تر کرکیلې لاندې ځمکې او باغونه د اوبو د کموالي له کبله وچ شوي.
ژورې وچکالۍ د اوبو کچه کښته کړې او په لوېدځو سیمو کې بزګر له هراړخیزو ننګونو سره مخامخ دي. دغلته بزګران د انګورو د تولید د کمېدو یادونه کوي او ویل کېږي چې په وروستیو میاشتو کې دسلما بند په ګډون د اوبو ګڼې زېرمې له شدید کمي سره مخامخ دي.
د افغانستان په لوېدیځ کې د هند د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په مرسته دغه جوړ شوی بند دوه کاله وړاندې پرانیستل شو، خو د هرات ښار برېښنا لا هم له ترکمنستان او ایرانه واردېږي او د سلما د برېښنا درک پکې نه لګېږي. د چشت د ولسوالي د څو اوسېدونکو او هلته د مرمرو په کان کې د یو شمېر بوختو کارکوونکيو په وینا چې د بند کاسه له اوبو خالي او د نامالومو دلایلو له کبله تېر کال اوبه پر ایران ورخوشې شوې او تر هغه وروسته د وچکالۍ له برکته د بند خېټه په اوبو مړه نهشوه.
ان د بند د ساتنې په تړاو هم یو شمېر سیمهیزو خلکو سره اندېښنې دي او په هرات کې د خلکو هیله له سلما برېښنا هم ختلې ښکاري او تمه نه لري چې په لنډ مهال کې دې ټول هرات د سلما په برېښنا روښانه او یا دې د سلما د بند په اوبو د دوی ځمکې خړوبې شي.
دغلته په چشت ولسوالي کې د مرمر ډبرو د استخراج او پروسس هغه کاروباریان هم له حکومته ناهیلي دي چې درې کاله وړاندې ورته ولسمشر غني د نوي پیل او چینايي پانګونې زېری ورکړی و. په هرات کې د مرمرو کاروباریان وايي چې تر پخوا یې کار رنګ بایللی او نهشي کولای له ایران سره په دغه برخه کې سیالۍ ته دوام ورکړي. دوی په هېواد کې د اقتصاد د خرابېدو او د پانګونې له کمولي زیانمن شوي او بازار یې سوړ شوی دی.
دغلته درې کاله وړاندې له خلکو سره ولسمشر دا هیله ټوکولې وه چې د هرات هوايي ډګر به پراخوي او د سیمې د تجارت په مرکز به یې بدلوي، خو په هوايي ډګر کې له یوه کوچني ترمینل پرته د پراختیا او رغېدو څرک نه لګېږي او ان د موټرونو تمځای یې د پخوا په څېر له خاورو او دوړو ډک دی.
په هرات کې د ټاپي د پروژې د کار د پیل پر مهال د ښار په یو شمېر برخو کې کښل شوي شعارونه او د خوښۍ ځړېدلي پېغامونه لا هم په ځینو برخو کې تر سترګو کېږي، خو د دغې لویې اقتصادي پروژې د کار درک له خلکو ورک شوی او د عامو خلکو وینا دا ده چې د حکومت د ګڼو نورو ژمنو په څېر ټاپي هم په ترکمنستان کې نښتې او کله کله یې پر افغان رسنیو د باد څپې را سیخې شي، خو د افغانستان د وجود دغه ټوټه هم چې دوه مهم بندرونه ور پورې تړلي، له ناامنۍ کړېږي او له ورڅېرمه ولایتونو یې کاروبار ته زیان اوښتی دی.
0 دیدگاه