د افغانستان او پاکستان د ډیپلوماسي توپیر
۱۰ میزان ۱۳۹۷ 1430 0 نظر sarkhat.af

د افغانستان او پاکستان د ډیپلوماسي توپیر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وتوانېده چې د ملګرو ملتونو د ناستې په څنډو کې د خپل هېواد د تت شوي انځور د بېرته رغېدو په موخه ښه لابي او کمپاین وکړي، خو د افغانستان بخت هسې هم کوټه دی او ټوله تکیه یې پر توکل ده.

په داسې حال کې چې پاکستان د خپل تاریخ په تر ټولو ګوښه کېدونکي کونج کې ایسار دی او د نړۍ له تر ټولو مهم دوست او زبرځواک امریکا سره یې اړیکې تر بل هر مهال ترینګلې دي، وتوانېده چې د بهرنیو چارو وزیر یې په واشنګټن کې له ګڼو بنسټونو، ادارو، رسنیو او بانفوذه امریکايي استازو سره هر اړخیزې ناستې تر سره او د نړیوالو تصور تر یوه بریده د پاکستان په اړه بدل رابدل کړي.

اوس نو که د ملګرو ملتونو د ناستې په دوران کې د افغانستان او پاکستان بهرنۍ ډیپلوماسي او لابي سره پرتله شي، نو ښکاره توپیرونه پکې تر سترګو کېږي.

تر ټولو مهم توپیر یې پر نړیوال سټېج د پاکستان د ملي ګټو خوندي کول او اهمیت په ډاګه کول دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وتوانېد د نړیوالو او کورنیو رسنیو پام ور خپل کړي.

شاه محمود قریشي له څو کلونو وروسته وکولای شول چې د امریکا له لوړپوړو او ټیټ پوړو چارواکيو سره د خپل هېواد اړیکې بیا تازه او په دې تړاو هوکړې تر سره او هغوی ته یې وریاده کړه چې د دوی تر فشار لاندې راغلي پاکستان یوه نیمه لسیزه وړاندې د امریکا لپاره هر ډول چوپړ تر سره کړی دی.

ښاغلي قریشي د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون له ټولو امریکايي چارواکيو سره په خبرو کې د پاکستانیانو د وروستیو کلونو وژنو ته د قربانۍ رنګ ورکړ او له لوېدیځ څخه یې ورته د بشپړ درناوي هیله وکړه.

پاکستان له تېرو اویا کلونو راهیسې د امریکا نازولې لور بلل کېده چې پر افغانستان د شوروي یرغل او ماتې وروسته یې پرې پرېمانه لورېینې وکړې او ان پر اټوم او اټومي پروګرام یې ورته سترګې پټې کړې، خو پاکستان په دې لوبه کې د امریکا له ورکړې غالۍ پښې بهر کړې او امریکایانو یې پښو ته نورې قالینې وغوړولې او په دې توګه اسلام اباد په سیمه کې د زبرځواکۍ پالیسي را مخې ته او د امریکا میراث څټلو ته یې مټې را ونغاړلې.

ښاغلي قریشي د ملګرو ملتونو په ناسته سربېره، له سرمنشي ګویتیریس سره په لیدنه کې د پاکستان پر نړیوال رول او ونډې ټینګار لاره او یادونه یې وکړه چې هېواد یې د نړۍ د خوندیتوب لپاره د هغه په خبره، په لسګونو زره پاکستانیان د ټوپک خولې ته برابر کړل.

د ملګرو ملتونو د کلنۍ ناستې په څنډو کې د نړۍ له یو شمېر نورو مشرانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د کتنو تر ټولو مهمه موضوع له منزوي کېدو څخه د پاکستان ژغورنه وه چې که په نړیوالو رسنیو کې یې انعکاس ته وکتل شي، زموږ تر ورغلي پلاوي د پاکستاني پلاوي ناستې او خبرونه شل برابره زیات او بریالی وو.

هغه وتوانېده چې له خپل هېواد ورها خوا ان د افغانستان پر ټیکاو او سوله د امریکا له مشرانو سره غوږ وجنګوي.

هغه په دوو اونیو کې له زلمي خلیلزاد سره دویمه لیدنه هم وکړه چې په دې وروستیو کې د امریکا لخوا له طالبانو سره د خبرو او سولې په موخه فوق العاده استازی ټاکل شوی دی.

ښاغلو قریشي او خلیلزاد همدا یوه نیمه اوونۍ وړاندې په اسلام اباد کې پر افغان کشالې لومړنۍ خبرې درلودې او د خپل هېواد په رول یې هغه سره د زړه خبره شریکه کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وتوانېد چې د امریکا په یو شمېر څېړنیزو موسسو، رسنیو او بنسټونو کې د ځانګړو لکچرونو په مټ خپل هېواد په سیمه کې د امریکا لپاره د سړې جګړې په څېر له اهمیته ډک وښيي او هڅه یې وکړه چې پر امریکايي چارواکيو د خپلو لابي کوونکيو امریکایانو په مټ فشار بیا پیل کړي.   

ښاغلي قریشي نه یوازې خپل هېواد ته د نړیوالو د پام را اړولو بریالۍ هڅې وکړې، برعکس پر افغانستان یې تور ولګاوه چې داعش پکې وده کوي او د مخنیوي لپاره یې هڅې په کار دي.

هغه روسیه اوچین وننګول چې په افغانستان کې د داعش د ګواښ په برخه کې چوپ پاتې نه شي.

روسیې له دې خبرو سره سم ویلي چې په افغانستان کې د داعش نومې ډلې د ګواښ پراخېدو سره د مبارزې په اړه پلان تیاروي.

خو د اجراییه ریس عبدالله په مشرۍ افغان پلاوي ایله د ملګرو ملتونو په ناسته کې خپله نیم ژواندې وینا د نړۍ څو ټیټ پوړو ناستو مشرانو ته ولوستله او و نه توانېده چې د خپل هېواد او ولس له روانې بدې ورځې نړیوال سم خبر کړي.

په داسې حال کې چې نړۍ د پاکستان په پرتله له افغانستان سره ډېر سر خوځوي افغان پلاوی و نه توانېده چې دښاغلي قریشي په څېر د نړۍ او امریکا له مشرانو سره جلا جلا ناستې تر سره او د خپل هېواد د سولې پر اړتیا ورسره نوې خبرې وکړي.

ان افغان پلاوی نه دی توانېدلی چې د افغان سولې لپاره د امریکا له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري، په داسې حال کې چې پاکستانیانو د هغه له ټاکنې وروسته دوه ځلې دا فرصت ورخپل کړی دی.

په داسې حال کې چې افغانستان په زیاتېدونکي ډول له ناامنيو او ګواښ سره مخامخ دی، ګاونډیان یې هڅه کوي، د داعش تر پروژې لاندې افغان کړکېچ ته نوی رنګ ورکړي او خپلې ګوړې پکې وڅټي، خو افغان پلاوی و نه توانېده روسیې او چین ته لږ تر لږه د دغې اندېښنې په برخه کې ډاډ ورکړي او په سیمه کې د لویېدونکي ګواښ په اړه د خپل حکومت کړنلاره په ډاګه کړي.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک