په فضا کې هم ورزش شروع شو
تر اوسه روباټانو یوازې کارونه کول، اوس یې سپورټ ته مخه کړه او انسانانو ته به لوبې ښيي.
تازه په امریکا کې داسې یو روباټ جوړ شوی چې په فضا کې جمناسټک کوي او خلک یې ګوته په غاښ کړي دي.
هغه کمپنۍ چې دا روباټ یې جوړ کړی وايي، له کلونو راهیسې یې پرې کار کړی او نوم یې اسټنټرونکس دی.
د ټیکنالوجي مشهورې مجلې ټیک کرنچ لیکلي، دا روباټ په اصل کې د یوې بلې پروژې اوښتی رنګ دی، په دې مانا چې بل روباټ جوړېده، مګر کار یې بېډوله شو او په پایله کې یې اسټنټرونکس پیدا شو.
کمپنۍ وايي، دا روباټ کولای شوي چې نورو ته زدهکړه ورکړي او تر خوا یې د انسانانو ژوند وژغوري.
0 دیدگاه