زمری او موږک
۲۱ سنبله ۱۳۹۷ 2042 0 نظر ژباړه؛ نورالباقي نسيمي

زمری او موږک


يوه ورځ د ځنګله پاچا زمری ويده و، يوه کوچني موږک د زمري چار چاپېره کښته پورته ځغستل، په دې سره زمری ډېر ژر را ويښ شو، زمري په خپله لويه خپړه کې موږک را ونيو او قوي ژامه يې پرانيستله چې و يې خوري.

موږ په ژړا وويل، زمری پاچا! دا ځل مې وبښه بيا داسې نه کوم او ستا دغه احسان به هيڅکله هېر نه کړم، کېدای شي يوه ورځ ستا لپاره ښه کار تر سره کړم.

رمزي چې د موږک دا خبره واورېده چې يوه ورځ به زما لپاره ښه کار تر سره کړي؛ نو رحم يې پرې وکړ، خپړه يې ترې لرې کړه او موږک يې ازاد کړ.

څه موده وروسته ښکاريان ځنګل ته په ښکار پسې ولاړل، زمری يې ونيو او په ونه پورې يې ټينګ وتاړه، وروسته ولاړل چې لوی قفس راوړي او زمری باغ‌وحش ته يوسي.

دغه شېبه هغه کوچنی موږک له دې ځايه تېرېده، که ګوري زمری تړلی او غمجن ښکاري، په بېړه د هغه خوا ته ورغی  او رسۍ يې په خپلو تېره غاښونو پرېږده او د ځنګل پاچا صاحب يې خلاص کړ.

موږک وويل؛ ګوره ما سم نه وو درته ويلي؟ نن ډېر خوشاله يم چې زموږ له لوی پاچا سره مې مرسته وکولای شوای!

زمري هم له موږک څخه مننه وکړه، اوس له هغه راهيسې زمری موږک نه خوري.

 

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک