افراطیت، زیان  او مخنیوی یې
۲۱ سنبله ۱۳۹۷ 826 0 نظر ګلاب شاه ګلاب

افراطیت، زیان  او مخنیوی یې


 د نورو ټولنیزو ښکاروندو په شان افراطیت هم ښایي بېلابېل تعریفونه ولري او هر څوک په خپل اند او انګېرنه د هغه په اړه اخیستنه ولري، خو د ژوند د تجربې او مطالعې پر بنسټ د افراطیت په اړه زما اخیسته او انګېرنه دا ده چې؛ «د بدلون لپاره د افرادو او ډلو په فکر او عمل کې شدت، نه زغم او زورزیاتي ته افراطیت ویل کېږي چې د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې را څرګندېدای شي.»

افراطیت په بېلابېلو قالبونو کې تعریفېدای شي، ښایي د قوم‌پالنې، دیني او دین ضد ایډیالوژي، فلسفي افکارو، طبقاتي دریځ، سیمه‌یزې، ژبنۍ لوړتیا غوښتنې او توکمپالنې په بڼه راڅرګند شي. په دې مانا چې یو کس یا یوه ډله خپل قوم، ژبه، توکم، سیمه، دین، مذهب  فلسفه، ایډیالوژي یا بله ګروهه دومره په حقه، سپېڅلې او لوړه وګڼي چې ورته هیڅ بله هغه نه سیاله، نه په حقه او نه هم د زغم وي او چمتو وي د خپل لوري لپاره د بل او هم خپله وینه تویه کړي او په دې لار کې هر ډول کړنه روا او پر ځای وګڼي.

د افراطیت ستونزه او زیان په دې کې دی چې افراطي کس یا افراطي ډله هر څه په مطلق ښه او بد، دوست او دښمن، تور او سپین، خپل او پردي، حق او ناحق وېشي او درېیمه او منځنۍ لار یا حالت نه مني.

لکه د نازیانو له نظره د جرمني توکم د نړۍ تر ټولو غوره او لوړ توکم دی او نور توکمونه تر دوی ټیټ دي؛ نو ځکه خو نړۍ باید يا د جرمني واکمني ومني يا له منځه یووړل شي، همدا انګېرنه او فکر او د دویمې نړیوالې جګړې لامل شو چې په پایله کې یې تر پنځوس میلیونه زیات انسانان ووژل شول.

دغه راز، د کمونیسټانو له نظره یوازې د دوی ایډيالوژي سمه، علمي او په حقه ده، بل هر ډول فکر ارتجاعي، ناسم، بورژوازي او ولس‌دښمنه دی او باید نابود شي.

همدغه فکر په پخواني شوروي اتحاد کې ۵۰ او په چین کې ۷۰ میلیونه انسانان  ووژل.

دغه راز، لېرې نه په افغانستان کې کیڼو او ښي افراطیونو هېواد په داسې ناورین واړاوه چې تر ننه له بې‌ګناه افغانانو قرباني اخلي.

کیڼو افراطیونو د پاکو جامو اغوستل او لمونځ کول په خپل اند جرم وګاڼه او انسانان يې تر خاورو لاندې کړل، ښي اړخو افراطیونو د ږیرې خرېیلو، د ښوونکي دندې درلودلو او ښوونځیو ته تلو د دوی له انده کفر له امله انسانان له غره راورغړول او یا یې په نورو بڼو له منځه یووړل.

له بده‌مرغه د افراطیت ستر او مهم مرکزونه هم پخوا او هم اوس اکاډمیک مرکزونه، د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسې وې او دي.  

همدا اوس د کابل بوهنتون په ګډون د هېواد ډېر پوهنتونونه د افراطیت پر مرکزونو او روزنځایونو بدل شوي دي.

د څېړنو له مخې د لوړو زده‌کړو په موسسو کې د افراطیت خپرېدو او پیاوړتیا لاملونه د ځینو استادانو افراطي لیدلوری، د رسمي او نارسمي افراطي ډلو فعالیت، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضوره د تبلیغاتي وسيلې په توګه د ځینو رسمي او نارسمي افراطي ډلو ګټنه په تېره هغه وخت چې د دغو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړيو ته مرګ‌ژوبله واوړي، بې‌وزلي، ټولنیزه او اقتصادي نابرابري، د معتدلو کسانو تیت و پرکتيا او د اعتدال‌خوښو سیاسي سازمانونو نشتوالی یا کمزورتیا، د ښاري او کلیوالي کلتور او دود تر منځ ټکر، د افراطي ډلو فعالیت او ان بهرنیو استخباراتي شبکو لمسون او ملاتړ ښوول شوي دي.

داسې مالومات هم تر لاسه شوي چې افراطي رسمي او ناقانونه ډلې په پوهنتونونو کې تر ډېره احساساتي او شرخوښي ځوانان چې ټول نه، بلکې ډېر یې له کلیوالي او لېرې پرتو سیمو راغلي، جلب او د لارې مل ګرځوي.

دغه ځوانان چې له یو څه ناڅه تړلي او دودپاله چاپېریاله په یو ځل ځان په پرانیسي او نااشنا چاپېریال کې ویني، منفي غبرګون ښیي، په تېره چې دغه ځوانان له بې‌وزله او محرومو کورنیو راوتلي وي.

دغو کسانو ته نجونې لوڅ مخ ګرځېدل، له هلکانو سره په یو ټولګي کې زده‌کړه، په تېره چې د ځینو نجونو جامې ورته له دود او کلتوره لېرې یا د دوی په اند غیرشرعي وبرېښي، یا له پردیو هلکانو سره د نجونو خبرې ویني او اوري؛ نو بیا دغه حالت ته غبرګون ان که قهرجن هم وي خپل فرض ګڼي، په تېره چې دا کړنې یې د ځینو ټولګيوالو او ان استادانو له هرکلي سره مخ شي، په ځانګړې توګه هغو تولګیوالو او استادانو چې د قانوني یا ناقانونه افراطي ډلو غړیتوب لري او د دغه ډول کسانو ښکار ته لا وار له مخه څارو او په کمین کې ناست وي.

د محصلانو لیليې د افراطي ډلو د جلب و جذب لپاره ښه او خوندي ځایونه دي، دا ځکه چې هلته محصلان له یو بل سره د ناستې ولاړې او خبرو اترو لپاره ډېر وخت لري.   

قانوني او ناقانونه افراطي ډلې د دیني او مذهبي ورځو په مناسبتونو نمانځنې لکه مېلاد النبي، عاشورا یا نورو په پلمو د نامالومو سرچینو، سوداګرو او پانګوالو په مالي مرسته او یا خپله له استادانو، محصلانو او خلکو په را ټوله شوې چانده د قران‌کریم ختمونه او غونډې جوړوي چې له هغو د عبادت پر ځای د افراطي فکر خپرولو لپاره ګټه اخلي.

د افراطیت بې‌اغیزې یا کمزوري کولو په موخه اړینه ده چې؛

  • په پوهنتونو کې دې یو ځانګړی جوړښت را منځ ته شي چې په منظمه توګه محصلانو په تېره  نویو محصلانو ته د مدني ارزښتونو، زغم او یو بل منلو، جنسیتي برابري او ډيموکراټیکو ارزښتونو په اړه پرله‌پسې او د کلتوري او فرهنګي پروګرامونو، غونډو او سمینارونو له لارې مالومات ورکړي.
  • د محصلانو داسې کلتوري، ټولنیز او هنري سازمانونه او بنسټونه جوړ او پیاوړي شي چې د افراطي ګروپونو له فعالیتونو سره يې توله برابره کړي، البته دا په دې مانا نه ده چې د محصلانو تر منځ د فکري او فزیکي ټکرونو زمینه برابره کړي.
  • په لیلیو کې مدني فعالیتونو او ان استخباراتي فعالیت ته جدي پام خورا اړین دی، ځکه پخوانیو تجربو ښوولې چې ښي او کیڼو افراطیونو په پخوا کې ډېر جلب او جذب په لیلیو کې کړی دی.  
  • له هغه ځایه چې قانوني او ناقانونه افراطي ډلې په سازماني بڼه فعالیت کوي یانې د دغو ډلو سازمانونه محصلان جلب او جذبوي چې له تردید پرته سازماني فعالیت د ځانګړو او تیت پرک کسانو او ډلو په پرتله اغېزناک دی؛ نو ځکه خو نه یوازې رسمي بنسټونه، بلکې اعتدال‌پلوي سیاسي ګوندونه هم باید په پوهنتونونو کې فعال او خپلې منځ‌لارې، ډيموکراټيکې او مدني کړنلارې محصلانو ته ورسوي، محصلان جلب او جذب کړي او له دې لارې د افراطي کړنلارو د یکه‌تازي مخه ونیول شي.
  • که شونې وي پخپله دولت د محصلانو مدني، ډيموکراټيک او ډيموکراټيک بنسټونه جوړ، پیاوړي او جدي ملاتړ یې وکړي.     

 

 

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک