په چين کې به د وایفای پاسورډ له کومه کوئ؟
د چین پوهنتون له خورا مهمو او نړیوالو پوهنتونونو شمېرل کېږي، هلته هر ډول اسانتیاوې شته، خو یوه اسانتیا یې د یوې پوښتنې ځواب په ورکولو سره تر لاسه کولای شئ.
هو! په چین پوهنتون کې د الجبر مضمون د یوې پوښتنې ځواب سره کولای شئ چې د وایفای پسوورډ تر لاسه کړئ او له انټرنېټ ګټه پورته کړئ.
اوس دا چاره هم د زدهکوونکیو لپاره په زړه پورې شوې او هغه زدهکوونکي چې غواړي خپل ذهنیت معلوم کړي، دې پوهنتون ته ځي او کله چې پوښتنې ته ځواب ورکړي، له انټرنېټ ګټه پورته کوي.
د پوهنتون مشران وايي، دې کار دوه ګټې کړې، له يوه لوري يې د محصلینو د وخت د ضایع کېدو مخه نیولې او له بل لوري يې د الجبر سره د زدهکوونکیو مینه زیاته کړې ده.
0 دیدگاه