په ۳ ولایتونو کې ۷۲ کیلومټره سړکونه جوړېږي
د ټولګټو چارو وزارت ۳ ولایتونو کې د شاوخوا ۱۸۰ ميلیون افغانیو په لګښت د ۷۲ کيلومتره سړکونو د جوړېدو خبر ورکوي.
د سړک جوړونې د دې پروژو د تطبیق هوکړه لیک پرون په کابل کې د ټولګټو چارو د وزیر او سړک جوړونې د شرکتونو د استازو تر منځ لاسليک شو.
دې پروژو کې د جوزجان او غزني ولایتونو د ۲۷ کیلو مټره سړک جوړېدل او جغل اچونه او په بامیانو کې د ۴۵ کیلومټره سړک ساتنه شامله ده.
0 دیدگاه