په پروان کې د چرګانو د روزنې دوه فارمونه جوړ شول
۱۳ سنبله ۱۳۹۷ 1137 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په پروان کې د چرګانو د روزنې دوه فارمونه جوړ شول

 

په پروان کې د چرګانو د روزنې دوه ستر فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دا فارمونه د بوستان سبز شرکت په نوښت او د کرنې وزارت له لوري جوړ شوي دي.

د بوستان سبز د کرنیز شرکت اجرائیه رییس محمد نعیم عطار په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې دوو فارمونو د جوړولو ټول لګښت ۵۳ میلیونه افغانۍ کېږي.

دا فارمونه هر یو د ۲۵ زره چرګوړو د روزنې ظرفیت لري او په کال کې به د چرګانو۴۸۰ ټنه غوښه تولیدوي.

سږ کال په هلمند کې ۱۹۰ زره ټنه جوار راټول شوي

Feb 23, 2020 29

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، روان کال په دغه ولایت کې د جوارو په حاصلاتو کې ۱۶.۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کندز؛ د ورېښمو چینجیو د کمښت له امله د ورېښمو صنعت کمزوری شوی

Feb 19, 2020 29

په کندز ولایت کې د ورېښمو صنعت‌کاران وایي، پنځه کالو راهیسې د ورېښمو د جینجي د هګیو د نشتوالي له کبله دغه صنعت رکود کړی او زیات شمېر ښځې بې‌کاره شوې دي.

په دبۍ کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

Feb 18, 2020 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په دې نندارتون کې چې تېره ورځ ناوخته پیل شوی ۱۵۰ هېوادونو ګډون کړی.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک