قریشي او پمپیو د پاکستان لپاره د امریکا پر پوځي مرستو غږېږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وايي، له خپل امریکايي سیال مایک پمپیو سره به په دې خبرې وکړې چې ولې امریکا له پاکستان سره خپلې پوځي مرستې بندې کړې دي.
قریشي وايي، د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اسلام اباد ته ورځي او دوی به له پاکستان سره د امریکا د مرستو په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ پاکستان خپل یو بې اعتماده ملګری بولي او له کومې ورځې چې ولسمشر شوی دی پر اسلام اباد یې میلیونونه ډالر مرسته یا بنده کړې او یا یې هم ځنډولې ده.
0 دیدگاه