په اوتر پردېش کې سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي
د هند په شمالي ایالت اوتر پردېش کې سختو موسمي بارانونو او له املهیې راوتو سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي.
ویل کېږي چې د دې ایالت له ۷۵ ولسوالیو څخه ۱۱یې د شنبې او یکشنبې په ورځ بارانونو او سېلابونو ځپلي دي.
ځايي چارواکي وايي چې د شاه جهانپور سیمه تر ټولو ډېره ځپل شوې ده، چېرې چې شپږ کسان وژل شوي او د دې وېره شته چې د قربانیانو شمېر زیات شي.
0 دیدگاه