د کرکټ ملي لوبډله اماراتو ته ورسېده
افغان کرېکټ ملي لوبډله له ایرلنډه متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده.
د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، ملي لوبډله به په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام لپاره خپل تمرینات وکړي.
ټاکل شوې چې افغانستان په اسیا جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۱۷ مه له سریلانکا سره او خپله دویمه لوبه د همدې میاشتې په ۲۰ مه له بنګلهدېش سره وکړي.
د اسیایي جام په دغو سیالیو کې به د افغانستان په ګډون ۶ هېوادونه ولوبېږي.
0 دیدگاه