اسيايي سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه
۱۲ سنبله ۱۳۹۷ 941 0 نظر سرخط ورځپاڼه

اسيايي سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

 

افغان کریکټ بورډ د اسيايي سياليو لپاره اووه‌لس کسيزه ملي لوبډله اعلان کړه.

د کریکټ بورډ د غوراوي کېمټې مشر نوروز وايي، ١٧ کسيزه لوبـډله يې تر  کره کتنې وروسته او د لوبغاړیو تېرو لوبو او وړتياوو ته په کتو سره اعلان کړه.

اعلان شوې لوبـډله محمد شهزاد محمدي، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، نجیب الله ځدراڼ، سميع الله شينواری، منیراحمد کاکړ، محمدنبي عیسی‌خېل، ګلبدين نایب، راشد خان، شرف الدين اشرف، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سید احمد شېرزاد او وفادار شامل دي.

منګل هيله څرګنده کړه چې دا ځل به نه يوازې ملي لوبډله به په اسیا جام سیالیو کې ښه لوبه وکړي، بلکې ښې لاسته راوړنې هم ولري.

هغه د تېز توپ اچوونکي دولت ځدراڼ په اړه وويل چې د ډاکترانو د راپور پر بنسټ چې لا هم بايد تر درملنې لاندې وي، په لوبډله کې نه دی ځای شوی.

اسيايي جام سيالۍ د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي  او د همدې میاشتې تر ۲۸ نېټې به دوام لري.

 

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

Dec 29, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک