هواوې کارنامه وکړه
دا ورځې د سمارټ ټیلفونونو د جوړېدو بازار ښه ګرم روان دی. که له یوې خوا ایفون او سمسونګ وايي، بازار به وګټي، خو هواوې هم سینه دربولې چې له چا کمه کمپنۍ نه ده.
دې کمپنۍ تازه بازار ته د څلور کېمره لرونکیو موبایلونو یو نوی ورژن معرفي کړی دی.
دا ټليفون نه یوازې دا چې څلور کيمرې لري، بلکې ډیسپلای او سکرین یې هم د نورو په پرتله خوندور او په نوي ډېزاین جوړ شوي دي.
د دې کېمرو له ډلې یوه یې شل میګا پیکسله او اخېره یې بیا دوه میګا پیکسله ده.
د دې ټليفون بیه ۳۷۹ بریټانوي پونډه ده او کمپنۍ دعوه کړې چې ډېر بازار به وګټي.
0 دیدگاه