امېندواري ناروغي نه ده
۱۱ سنبله ۱۳۹۷ 2053 0 نظر ډاکټر ناديه سحر

امېندواري ناروغي نه ده


هره مور باید د امېندواري په دوران کې څلور وارې روغتون ته ولاړه شي چې د مور او ماشوم صحي حالت معلوم شي؛

۱. هغه وخت چې کله مور دا احساس کړي چې امېندواره ده، باید حتمي نږدې روغتون یا قابلې ته ورشي او پر دې ځان وپوهوي چې په لومړيو دريو میاشتو کې کوم داسې درمل وا نه خلي چې حمل او مور ته تاوان لري.

لومړۍ درې مياشتې ډېرې مهمې دي، که مور په دې وخت کې په خپل سر درمل واخلي ممکن د راتلونکي ماشوم د معوبیت سبب شي. زموږ په ټولنه کې د داسې ماشومانو په باره کې وايي چې مورزاده داسې او هغسې دي، حال دا چې د ماشوم په معيوبيت کې د مور بې‌پامي نقش لري.

۲. د پنځمې میاشتې په اخېر کې بيا هم ډاکټر یا روغتون ته ورتګ لازمي دی چې په دې پلا د ماشوم حالت کتل کېږي، ډېری وختونه داسې کېږي چې ماشوم د مور په نس کې مړ وي، خو مور نه وي خبره او هغه وخت خبرېږي چې وخت له وخته تېر وي او د لانجې سرحد تر عملیاته رسېدلی وي.

که مور خپل واکسینونه نه وي بشپړ کړي دا ښه وخت دی چې خپل واکسینونه واخلي، ضمناً د هرې مور لپاره دا ډېر ضروري دي، که یې واکسینونه پوره هم وي، د معافيت په خاطر دې دوې دورې واکسينونه واخلي.

۳. له اتمې مياشتې وروسته هم روغتون ته تګ ضروري دی، په دې مرحله کې د ماشوم صحي وضعيت کتل کېږي، مور بايد بله دوره واکسین هم بشپړ کړي.

۴. په نهمه مياشت کې بايد بيا هم ډاکټر ته ورتګ هېر نه‌شي، په دې کتنه کې د ماشوم او د مور روغتیایي حالت کتل کېږي، زموږ ډېری خویندي تر هغه وخته ډاکټر یا روغتون ته نه ورځي چې د ماشوم د پیدا کېدو وخت يې نه وي رارسېدلی، چې بيا هغه وخت نه مور په خپل حالت پوهېږي او نه هم ډاکټر ته د مور پخوانۍ تاریخچه مالومه وي؛ نو همدا وجه ده چې افغانستان د ماشوم او مېندو د مرګ د سلنې له اړخه د نړۍ دويم هېواد دی .

هره مور بايد د امېندوارۍ په دوران کې فولیک اسيډ او فیروس سلفاټ درمل واخلي، امېندواري ناروغي نه ده، دا یو طبيعي او فزیولوژیک حالت دی، د دې درملو اخیستل مور د وينې له کمښته راګرځوي او مور د امېندوارۍ په وخت کې ماشوم له خپلې وينې تقویه کوي. په اخېره کې مې یوه غوښتنه د کورنۍ له مشرانو «خاوند، خسر، خواښې» څخه ده چې د خپل کور امېندواره مېرمنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د دوی توجه د هغوی ژوند له خطره ژغورلای شي.

 

نقش سیستم غذایی در کنترل فشار خون

Oct 20, 2019 29

تجارب کارشناسان علم طب نشان داده است که کنترل فشار خون اهمیت بالایی دارد که یکی از مهم ترین عواملی که به کنترل فشار خون کمک می کند غذایی است که می خوریم.

د کرېمیا – کانګو تبه

Aug 09, 2019 29

کرېمیا – کانګو بېړیونۍ (حاده) تبه لرونکې او وینه بهوونکې ناروغي ده چي د منګوړو (خسکو، کنو او وراسکو) له خوړلو یا هم د ککړو څارویو له ویني، ترشحاتو او جسد سره د اړیکي له کبله [...]

د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړېږي

Jun 09, 2019 29

له سرطان سره د مبارزې بنسټ وايي، په پام کې لري چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړ کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک