دا ټکسي په سندرو چلېږي
۱۹ سرطان ۱۳۹۷ 1632 0 نظر سرخط ورځپاڼه

دا ټکسي په سندرو چلېږي

 

په فنلنډ کې يوه داسې ټکسي جوړه شوې ده چې د کرايې د پيسو پر ځای، په سندرو چلېږي.

بس سندرې وایاست او ټکسي به روانه وي، که مو سندرې بندې کړې، ټکسي پر هماغه ځای درېږي.

دغه ټکسي سنګ الانګ شفل نومېږي او د فنلنډ د ټورکو پر سړکونو ګرځي.

په سنګ الانګ شفل کې يو ټابليټ ايښوول شوی دی چې د بېلابېلو سندرو ليکلې بڼه پکې ده. کله چې څوک ور وخېژي؛ نو بايد يوه سندره خوښه کړي او له موټر چلوونکي سره ګډه يې ووايي.

د دغې ټکسي مسوولان وايي، وړاندې به په ټکسيانو کې له موټر چلوونکيو سره بې‌ځايه مجلسونه وو، يا به د خلکو غيبتونه کېدل، خو اوس به خلک سندرې وايي.

دوی وايي، په دې سره به د خلکو جرات هم زيات شي او خوندور سندرغاړي به هم پيدا شي.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک