افغانستان یوه بل خطرناک ليسټ ته لاړ
جرمن واچ څېړنیز مرکز وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی.
دې مرکز په خپله یوه تازه څېړنه کې لیکلي، افغانستان د بېوزلۍ له وجې د هغو هېوادونو په ليسټ کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله له لوړو ګواښونو او خطرونو سره مخ دی.
دې مرکز ویلي، د اقلیم بدلون ټول هېواد اغېزمن کړی دی.
خو له بله پلوه بیا د اقلیم بدلون شبکه وايي، د حکومت او نړیوالې ټولنې ملاتړ کولای شي چې له اقلیمي زیانونو د مخنیوي هڅې پیاوړې کړي.
0 دیدگاه