د کېلې دغه ګټې به مو نه وي اورېدلې؟
۸ ثور ۱۳۹۷ 1879 0 نظر روزنامه سرخط

د کېلې دغه ګټې به مو نه وي اورېدلې؟

کېله په نورو خورو ورو ګټو سربېره د سترګو د ديد لپاره هم یوه ګټوره مېوه ده. کېله د سترګو روغتیا ته زياته ګټه رسوي او د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالي خطر کموي.

د استرالیا د کوینز لینډ پوهنتون په شوې څېړنه کې ویل شوي چې په کېله کې کیروټین (Carotene)  نومي مواد موجود دي. کیروټین مېوو او سبزیجاتو ته سور یا ژېړ رنګ ورکوي.

کیروټین (Carotene) نومي مواد تر دې وروسته چې بدن ته ننوځي، په ویټامین‌اې (Vitamin A)  بدلېږي. ویټامین‌اې د سترګو د روغتیا او لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین بلل کېږي.

تر دې وړاندې په یو شمېر روغتیايي څېړنو او پلټنو کې ثابته شوې چې کیروټین نومي مواد د سرطان ځینو ډولونو، د وینې د شریانونو له ناروغیو او شکرې انسان په خوندي ساتلو کې مرسته کوي.

اوس د دغې نوې اسټرالیايي څېړنې پر بنسټ دغه ګټوره مېوه د نورو ګټورو موادو په لرلو سربېره د کیروټین نومي موادو غوره سرچينه هم ګڼل کېږي چې په بدن کې د ویټامين‌اې کمی پوره کولای شي.

څېړوونکيو هڅه کړې چې د کیلې دوه مختلف ډولونه وڅېړي او مالومه کړي چې ایا د کېلې په مختلفو ډولونو کې د کیروټین اندازه توپیر کوي که نه.

د څېړنو په پایله کې څرګنده شوې چې په ورځني ډول یوازې د یوې کېلې خوړل د عمر په زیاتېدو د سترګو لید ته پېښېدونکو ناروغیو په مخنیوي کې ډېره مرسته کولای شي.

کېله د هغو مېوو له کورنۍ ده چې خوراک يې انسان ته ډېرې روغتيايي ګټې رسوي، د يوې بلې څېړنې له مخې د کېلو خوراک انسان د وينې د فشار له ناروغي ژغوري. په کېله کې شته پوټاشيم يوازې دا نه چې د وينې فشار يو ډول ساتي، بلکې د زياتېدو مخه يې هم نيسي.

کېله په خپل جوړښت کې له پوټاشيمه پرته ويټامين‌بي هم لري، ويټامين‌بي د ذهن په پياوړتيا او تازه ساتلو کې لويه ونډه لري، په دې څېړنه کې دا هم راغلي دي چې که يو څوک هره ورځ کېله وخوري؛ نو هغه به د زړه له حملې خوندي وي او د سرطان د ناروغي شونتيا هم پکې کمېږي، په کېله کې پروبايټيک باکټريا د انساني غړيو په وده کې هم ونډه لري. روغتياپوهان وايي چې کېله هضم ښه کوي او د مضرو باکټرياوو مخه نيسي.

 که پر مخ مو د ځوانۍ له دانو  په عذاب ياست، د کېلې د پوستکي په دننه خوا لږ شات واچوئ او پر مخ يې وموښئ.

د کېلې پوستکی زيوارت، لوښي او غاښونه ښه پاکولای شي.

 د انسان د مخ پوستکي د ځوان ساتلو لپاره د کېلې پوستکی پر مخ کښېږدئ.

نقش سیستم غذایی در کنترل فشار خون

Oct 20, 2019 29

تجارب کارشناسان علم طب نشان داده است که کنترل فشار خون اهمیت بالایی دارد که یکی از مهم ترین عواملی که به کنترل فشار خون کمک می کند غذایی است که می خوریم.

د کرېمیا – کانګو تبه

Aug 09, 2019 29

کرېمیا – کانګو بېړیونۍ (حاده) تبه لرونکې او وینه بهوونکې ناروغي ده چي د منګوړو (خسکو، کنو او وراسکو) له خوړلو یا هم د ککړو څارویو له ویني، ترشحاتو او جسد سره د اړیکي له کبله [...]

د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړېږي

Jun 09, 2019 29

له سرطان سره د مبارزې بنسټ وايي، په پام کې لري چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړ کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک