د وخت مديريت؛ دويمه برخه
۸ ثور ۱۳۹۷ 3243 0 نظر حسن خان درمل

د وخت مديريت؛ دويمه برخه

د بریالیتوب ګډ حالت یا بڼه :

د بریالیو کسانو په اړه چې هر څومره زیاته څيړنه وشي، دا به په ډاګه شي چې هغوی ټول یو ګډ حالت لري، هغه داچې هغوی خپل وخت ته ډېر ارزښت ورکوې او په دوامداره ډول هڅه کوي، خپل ژوند په ښه ډول تنظیم کړي. په پای کې به دې ټکي ته ورسیږئ چې د وخت د مدیریت له اصلي مهارتونو څخه له ګټه اخیستلو پرته هېڅ یوه بریالیتوب ته رسیدل ممکن نه دي، حتی نه شو کولای تصور وکړو چې یو کس له بې نظمه ژوند سره نیکمرغۍ او بریالیتوب ته ورسیږي. د وخت د مدیریت یو له غوره ذخیرو څخه دا ده چې کله د وخت د مدیریت قوانین ټاکئ، نو په همدې وخت کې به ډېر نور داسې خپل عادتونو هم ښه کړئ چې ستاسئ د ژوند په ټولو برخو کې د ښکاره لاسته راوړنو، شتمنيو او بریالیتوبونو لامل کیږي. ستاسې لپاره د وخت د مدیریت د مهارتونو د پرمختیا د پیل ټکی دا دی، ترڅو په دې پوه شئ چې د وخت مدیریت په واقیعت کې هماغه د ژوند مدیریت دی، په دې طریقه سره کولای شئ، د ژوند له خورا ارزښتمنې ورکړې څخه ساتنه وکړئ.

بنجامین فرانکلن وایې: « که چېرته له ژوند سره مینه لرئ، نو وخت مه ضایع کوئ، ځکه چې ژوند له وخت څخه جوړ شوی دی.» کله چې مو پر وخت باندې تسلط پیدا کړ، نو هغه وخت به پر خپل راتلوونکي باندې هم پوره کنټرول ولرئ .

د وخت د مدیریت په تنظیم سره به تاسې یو نوی انسان شئ او د نړۍ په اړه به یو نوی فکر وکړئ. په کم وخت کې د کار ډېر حجم نسبت هغه څه ته چې فکر کوی، د امکان وړ دی. یانې کولای شئ، په ډېر لږ وخت کې دومره کار وکړئ چې هېڅ د باور وړ نه وي او همدارنګه په خپل ژوند باندې به پوره واکمني ولرئ .

نورمن وينسنټ پيل وايي، که چېرته فزیکي او ذهني سرچينې متمرکزې وي، نو د یوې مسالې د حل لپاره د یوه شخص قدرت په شدت سره ډېریږي.

 د وخت د مدیریت ارواپوهنه:

آرنولډ شوارتزنګر وايي، ذهن محدود دی، تر هغه چې ذهن دا واقیعت تصور کوي چې کولای شئ، کار تر سره کړئ، نو کولای شئ ترسره يې کړئ، تر هغه چې سل په سلو پر هغه باور ولرئ.

د تناظر قانون له مخې ستاسې بهرنی ژوند د داخلي ژوند منعکس شوی تصویر دی، هر ځای ته چې ګورئ، خپل منعکس شوی تصویر وینئ. نړۍ په هغه ډول نه ګورئ چې څه ډول باید ولیدله شي، بلکه هغه به په انعکاسي ‌ډول له خپل ځان څخه یانې د خپل ځان له داخل څخه ووینئ. که چیرته غواړئ هغه څه چې ستا په شا او خوا نړۍ کې جریان لري او اړیکو، پایلو او امتیازونو ته تغییر ورکړئ، نو هغه څه ته باید تغییر ورکړئ چې ستاسې د وجود په داخلي نړۍ کې شته، دا یوازې ستاسې د ژوند هغه برخه ده چې په هغه باندې کنټرول لرئ .

نور بيا...

د وخت مديريت؛ درېيمه برخه

Apr 28, 2018 29

د وخت په مدیریت کې د ښه‌والي او غوره‌والي د پيل ټکی ستاسې مینه او اراده ده. تقریباً ټول خلک دا احساس کوي چې د وخت د مدیریت په اړه يې مهارتونه تر نورو غوره او ښه دي. ډېری خلک څو څو [...]

د وخت مديريت

Apr 28, 2018 29

بریالیتوب، اختیار او پوره قدرت تاسې پر هغه موخه باندې متمرکز کوي چې تاسې ورته د رسېدلو ټینګ هوډ لرئ. ( ویلفرډ، ای. پیټرسن)

په افغانستان کې لومړنی صنعتي پارک

May 14, 2018 29

په 1352 لمريز کال کې د هند په بې بدله مرستې د کابل د څرخي پله په سيمه کې صنعتي پارکونو پروژه فعاله شوه چې له خصوصي متشبثينو سره يې ډېره مرسته وکړه.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک