د وخت مديريت
۸ ثور ۱۳۹۷ 3290 0 نظر حسن خان درمل

د وخت مديريت

لومړۍ برخه

په لوړ سرعت د ډېر کار کول

بریالیتوب، اختیار او پوره قدرت تاسې پر هغه موخه باندې متمرکز کوي چې تاسې ورته د رسېدلو ټینګ هوډ لرئ. ( ویلفرډ، ای. پیټرسن)

د وخت د مدیریت دا سیمینار چې تاسې لولئ، پوهېږم تاسې د هغه د لوستلو لپاره کم وخت لرئ، خو دا وعده درکوم هغه پاڼې او مخونه چې تاسې ته به وروسته راشي، تاسې به په لوړ حجم سره د کار له ترسره کولو سره له نظرونو، طریقو سټراټېژیو او د کارولو له تکتیکونو سره اشنا کړي.

که چېرې دا پياوړي تخکنيکونه او طریقې تاسې زده کړئ او ويې کاروئ، نو په ټولو برخو کې به د ژوند کیفیت په ښکاره ډول بدلون او پرمختګ وکړي .

د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو تکړه انسانانو ذهن د دې پوښتنې په لټه کې و چې «څه ډول ژوند وکړو چې نیکمرغه شو؟» د مډرنې فلسفې پلار زیګمونډ فرویډ وایي، د انسان لومړنۍ انګېزه د خوند اصل دی، یانې هغه څه ته چې موږ غواړو ورسېږو د هغه لپاره دوامداره هڅه د خپل ځان او ژوند په اړه ښه احساس رابخښي.

موږ ټول د نېکمرغي غوښتونکي یو، د خپل وخت ډېره برخه یوازې د ژوند د طریقو پر ترکیب، اړیکو، کار، پیسو، لوبو او نورو داسې فعالیتونو باندې لګوو چې موږ ته د نیکمرغۍ او خوښي ژور احساس راکړي.

دا سیمینار چې د وخت د مدیریت په اړه دی، په داسې ډول طرح شوی چې په سلګونو داسې نظرونه ستاسې په واک کې در کوي چې کولای شئ، هغه په بېړه علمي کړئ چې تاسې وکولای شئ خپل ژوند او د ژوند نور فعالیتونو تنظیم کړئ او په دې سره خپلو نېکمرغیو ته د رسېدو لپاره له وړ غوښتنو ډېره ګټه واخلئ.

وخت تېریدونکی دی او نه شو کولای چې هغه بیا لاس ته راوړو، خو یوازې دومره کولای شو چې له هغه څخه په مختلفو لارو ګټه پورته کړو. وخت دومره ارزښت لري چې الله (ج) پر هغه باندې په قرانکریم کې قسم یاد کړی او فرمایلې یې دي «والعصر...» یانې قسم پر زمانه او وخت.

د برایان ټریسې په وینا «ستاسې د ژوند کیفیت له وخته په سمې ګټې اخیستو پورې تړلی دی.» دا چې د وخت د مدیریت له کیفیته سمه او ښه ګټه اخیستنه څه ډول ده؟ امکان لري دا پوښتنه په همدې پیل کې را منځ ته شي چې د وخت له مدیریته د ګټې اخیستنې کيلي کومه او څه ده؟

ځواب یې ډېر اسانه او ساده دی: «نظم»

د وخت مدیریت یوه وسېله ده

کولای شو د وخت مدیریت داسې وسېله وبولو چې د هغه په واسطه داسې غوره ژوند کولو ته لاسرسی پیدا کړو چې ارزښتمنې لاس‌ته راوړنې لري، د رضایت او کمال ژور احساس د هغه له ځانګړتیاوو ګڼل کېږي.

د وخت مدیریت داسې وسېله ده چې تاسې له اوسني ځایه د پام وړ مقصد ته وړي. د وخت مدیریت د داسې شخصي قوانینو مجموعه ده، که چېرته مراعات شي؛ نو تاسې ته دا امکان درکوي چې هغه څه چې تاسې په ژوند کې بریالیتوب ته د رسیدو لپاره اړتیا ورته لرئ، درکړي او په ژوند کې نېکمرغي او لوړ خوند ته ورسېږئ .

 

د وخت مديريت؛ درېيمه برخه

Apr 28, 2018 29

د وخت په مدیریت کې د ښه‌والي او غوره‌والي د پيل ټکی ستاسې مینه او اراده ده. تقریباً ټول خلک دا احساس کوي چې د وخت د مدیریت په اړه يې مهارتونه تر نورو غوره او ښه دي. ډېری خلک څو څو [...]

د وخت مديريت؛ دويمه برخه

Apr 28, 2018 29

د بریالیتوب ګډ حالت یا بڼه

په افغانستان کې لومړنی صنعتي پارک

May 14, 2018 29

په 1352 لمريز کال کې د هند په بې بدله مرستې د کابل د څرخي پله په سيمه کې صنعتي پارکونو پروژه فعاله شوه چې له خصوصي متشبثينو سره يې ډېره مرسته وکړه.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک