ډانلوډ ارشیف
[ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير وايي، ژر به په کابل کې يوه سيمه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شهيد کړل شوي ايالتي مشر عثمان کاکړ په نامه ونوموي.
[ د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په څوارلسو ولايتونو کې يې له پرون راهيسې د طالبانو د ځپلو عمليات کړي چې پکې يې درې سوه او پنځه دېرش طالبان وژلي او يو سل او ...
[ په هلمند کې تر څلورپنځوس کاله ځنډ وروسته يوې نافعالې فابريکې بيا له ممپيلو څخه د غوړيو ايستل پيل کړل او په دې سربېره، کنجاړه هم ورڅخه باسي.
[ يوازې د پاکستان په سيند ايالت کې له دوهويشتو زندانانو څخه، په نهو زندانونو کې يې يو سل او يو پنځوس تنه بنديان په ايډز اخته شوي دي.
[ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د کورنيو چارو د وزير پر هغو څرګندونو غبرګون ښوولی چې له طالبانو يې غوښتي ول چې نه دې پرېږدي چې د ډېورنډ کرښې له دې غاړې، پر ...
[ د پروان امنيتي چارواکي وايي، درې تنه يې د برېښنا د ستنو د چپه کولو په تور نيولي دي چې مشري يې د پخواني پايهپران مامتي ورور کوله.
[ د افغانستان برېښنا شرکت وايي، يو چا د کابل په پغمان ولسوالي کې د برېښنا دوه ستنې په بمونو چپه کړې دي.
[ لږ مخکې د پروان په چايکار کې پر يوه بس موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې د لومړنيو تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، يوولس تنه ژوبل شوي دي.
[ له تېرو دريو ورځو راهيسې پر کابل او څو ولايتونو برېښنا له دې امله پارچاوه وه چې په سالنګ کې يې ستنې بيارغول کېدې، خو نن ماښام تر وصل کېدو لږ وروسته بله ستن په بم چپه ...
[ د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن وايي، له افغانستان سره داسې په اسانه ياري نه خوشې کوي او که سرتېري و هم وځي، امريکا او افغانستان به نږدې او بهترين ملګري وي.
[ له نن سهاره راهسې د هېواد د ملي سرتېرو په عملياتو کې اته هغه ولسوالۍ چې طالبانو لاندې کړې وې، بېرته ورڅخه پاکې شوې چې وروستۍ يې خنجان، کيلهګي او دوشي دي.
[ د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، سرتېرو د فارياب خانچارباغ او اندوخوی ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړې دي او هلته اوس حالت نورمال دی.
Sarkhat