ډانلوډ ارشیف
[ د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک ته د امريکا له ورکول شويو الوتکو څخه اووه يې کابل ته رارسېدلې دي.
[ طالب اورپکو د کندهار په سپين بولدک کې هغه هندی خبريال وژلی چې سيمې ته د عکاسي لپاره تللی و.
[ د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، يو شمېر هغه افغان نظامي چارواکي يې لاس تړلي نيولي دي چې له طالبانو سره يې لار يوه کړې او ورته تسليم شوي ول.
[ نن غرمه د کابل د اولې ناحيې په چوک سيمه کې چاودنه شوې چې له امله يې څلور عام افغانان شهيدان او پنځه نور ژوبل شوي دي.
[ د غزني اوسېدونکي وايي، له بېلابېلو خواوو طالب اورپکو پر دغه ښار بريدونه پيل کړي او د ښار پنځمې حوزې، يو په بل پسې د کمربندي پوستو تر سقوط وروسته، سقوط کړی دی.
[ د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، له پرون راهيسې يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دوه سوه او څلور څلوېښت طالبان وژلي او يو سل او يو څلوېښت نور يې ژوبل کړي دي.
[ د افغانستان ملي امنيت وايي، ځوانانو د هرات پر هوايي ډګر يو کس له بم سره نيولی چې غوښتل يې له هرات څخه، کابل ته د يوې راالوتې الوتکې په منځ کې ځان والوځوي.
[ په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، که طالبان خپلو بريدونو او د ولسواليو ناارامه کولو ته همداسې دوام ورکړي، طيارې پورته کوي او پر ...
[ د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په څوارلسو ولايتونو کې يې له پرون راهيسې د طالبانو د ځپلو عمليات کړي چې پکې يې درې سوه او پنځه دېرش طالبان وژلي او يو سل او ...
[ لږ مخکې د پروان په چايکار کې پر يوه بس موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې د لومړنيو تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، يوولس تنه ژوبل شوي دي.
[ له نن سهاره راهسې د هېواد د ملي سرتېرو په عملياتو کې اته هغه ولسوالۍ چې طالبانو لاندې کړې وې، بېرته ورڅخه پاکې شوې چې وروستۍ يې خنجان، کيلهګي او دوشي دي.
[ د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، سرتېرو د فارياب خانچارباغ او اندوخوی ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړې دي او هلته اوس حالت نورمال دی.
Sarkhat