ډانلوډ ارشیف
[ سیدشاه سقیم چې موده وړاندې د ولسمشر غني د فرمان له مخې د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د خپرونو د ريیس په توګه ګمارل شوی، پرون رسما خپله دنده پیل کړه.
[ د ننګرهار والي وايي، ده د پاکستان د قونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.
[ په پاکستان کې یوې ټایوانۍ لیکوالې د افغانستان د وېزې غوښتنه کړې، خو دا غوښتنه یې رد شوې ده.
[ په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، د جګړې قربانيانو ته د غرامت ورکولو ميکانيزم دې جوړ شي.
[ بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو غونډه ځکه وځنډول شوه چې د کنفرانس اجنډا او وخت له افغان حکومت سره نه و شريک شوي.
[ د حکومت اجراییه ريیس عبدالله عبدالله په شمالي ولایتونو کې د داعش د تمویل او تجهیز په اړه د مسکو د ادعاوو په غبرګون کې وايي، په دې اړه خپاره شوي مالومات بېاساسه دي.
[ ولسمشر غني د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلېفوني خبرې کړې دي.
[ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په مشري د سولې او مذاکراتو په ملاتړ د دې هېواد د همکاریو پر څرنګوالي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ته مالومات ورکړل.
[ د ولسي جرګې یو شمېر کاندیدان او ځوانان، ځینې ګوندونه د ټاکنو د بهیر په برمته کولو تورنوي او وايي، د ټاکنو پایلې چې د سیاسي جوړجاړي بڼه ولري، دوی ته د منلو وړ نه دي.
[ د کروشيا ولسمشره وايي، هېواد به یې له افغانستان سره په اقتصادي، روغتیایي، ټولنیزو، انکشافي او فرهنګي برخو کې همکاریو ته ادامه ورکړي.
[ د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، سیدشاه سقیم د دې ادارې د خپرونو د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.
[ د ملي امنیت نوی سلاکار حمدالله محب پرون د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د دې ادارې کارکوونکیو ته ور وپېژندل شو.
Sarkhat