ډانلوډ ارشیف
[ بلوڅ وسله وال وايي، د بلوچستان په تمپ سيمه کې يې د پاکستان د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته هجوم ور وړی او له بېخه يې کښلې ده.
[ د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد لا هم کرونا په غضب روانه ده او تازه يې يوازې نن ورځ دوه سوه او يو تنه وژلي دي او پنځه زره، دوه سوه او دوه نوي نور يې نيولي دي.
[ نن ماښام د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستان د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته چاودنه شوې چې له امله يې څلور عسکر ځای پر ځای وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
[ د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، ملګرو يې پر هغو پاکستاني عسکرو ډزې کړې دي چې له پوستې څخه کښته شوي او په اوبو راوړلو پسې تللي ول.
[ د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو وسلهواله ډله وايي، په بلوچستان کې يې د پاکستاني عسکرو پر دوو پوستو دوه ځايه بريدونه کړي او پکې يې شپږ عسکر وژلي او پنځه نور ...
[ پر هند د کرونا درېيمه څپه بېسارې خونړۍ روانه ده او يوازې له تېر ماښام راهيسې يې تر دوه زره، دوه سوه او دوه شپېته تنه زيات وژلي او درې سوه او دوه دېرش زره تنه نور ...
[ د پاکستان د پنجاب په مرکز لاهور کې د لبيک تحريک د کسانو او پاکستاني پوليسو تر منځ اخوډب روان دی او تر اوسه دوولس پاکستاني پوليس د لبيک تحريک کسانو برمته کړي او ...
[ د ايران حکومت خبرداری ورکړی دی چې د صحرايي ملخانو څو لښکره يې پر وطن ور روان دي او حکومت يې هم د مخې نيولو جوګه نه دی.
[ نن ماخوستن تر روژه مات وروسته د پاکستان کراچۍ ته څېرمه، په حب سيمه کې توپکوالو کسانو د پاکستان د سرحدي پوليسو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله يې مخه نيولې ده.
[ له تېر کال راهيسې نن د دويم ځل لپاره کرونا پر پاکستانيانو کلکه خوله خښه کړې او له پرونه راهيسې يې يو سل او پنځه دېرش تنه نور وژلي دي.
[ د اسراييلو يوه راډيو د دغه هېواد د استخباراتو له خولې وايي، د اسراييلو موساد د ايران پر اټومي بټيو بريد کړی او دروند زيان يې ور اړولی دی.
[ د سعودي عربستان حکومت خپل درې هغه سرتېري په دار ځړولي دي چې له خاورې سره د غداري او له دښمن سره د تار درلودو تور ورپورې و.
Sarkhat